کمرون: د بريتانوي پوځي وژنه له مسلمانانو سره تړاو نه لري

Image caption لومړي وزير کامرون وويل هطواد به يې هېڅکله په هره بڼه چې وي، وېرې او ترهګرۍ ته ټيټ نه شي.

د بريتانيا حکومتي سرچينو بي بي سي ته ويلي په لندن کې د اوس مهال پوځي پر وژنه دواړه شکمن امنيتي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

د سرچينو په وينا يو شکمن پېژندل شوی چې ۲۸ کلن مايکل اډې بولاجو دی، مسلمان شوی کس دی.

دی او يو بل کس وروسته له هغه چې د چارشنبې پر ورځ د لندن وولېچ کې پوليسو په ډزو وويشتل، په روغتون کې تر بند لاندې دي.

له وژنې لږ څه وروسته، يو سړی چې فکر کېږي ښاغلی اډې بولاجو وي، د يوه لاروي له خوا يې فلم اخيستل شوی، چې ويل يې بريد يې ځکه کړی چې بريتانوي سرتېري هر ورځ مسلمانان وژني.

لومړي وزير ډېوېډ کامرون چې (لسم ډاونېنګ سټريټ) خپلې ودانۍ وړاندې يې خبرې کولې، وويل بريتانيا به هېڅکله وېرې او ترهګرۍ ته ټيټه نه شي.

"دغه هېواد به د زورزياتي توندلارۍ او ترهې پر وړاندې خپل دريځ کې کلک ولاړ وي، موږ به هېڅکله په هره بڼه چې وي، وېرې او ترهګرۍ ته ټيټ نه شو."

لومړي وزير کامرون ټینګار وکړ چې د دغه ډول پېښې غندنه د بريتانيا د ټولو پرګنو باور دی، او دا عمل له اسلام سره تړاو نه لري.

"دوهمه دا چې دا زموږ هېواد د هرې ټولنې نظر دی، دا نه يوازې پر بريتانيا او يا د ژوند بريتانوۍ بڼه بريد و، بلکې له اسلام او اسلامي ټولنو سره چې زموږ هېواد ته يې ډېر څه کړي، خيانت و. په اسلام کې هېڅ داسې څه نه شته چې د دغه بشپړ وحشي عمل سپيناوی کوي"

د لندن ښاروال بورېس جانسن هم ويلي دا به ناسمه خبره وي چې د دغې وژنې پړه يا پر اسلام او يا هم د بريتانيا پر بهرنۍ تګلاره واچول شي.

د بي بي سي سرچينو له مخې ښاغلی اډې بولاجو چې په خټه نيجريايی بريتانوی دی، له يوې ژمنې مسيحۍ کورنۍ و، خو په ۲۰۰۱ کال کې له کالج پرېښودلو وروسته يې اسلام ومانه.

سرچينې وايي داسې راپورونه هم وو چې دواړه بريدګر په تېرو څو کلونو کې تر څار لاندې وو، او يو کس يې چې تېر کال له هېواد واته، د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.

Image caption سرچينې وايي داسې راپورونه هم وو چې دواړه بريدګر په تېرو څو کلونو کې تر څار لاندې وو.

د لندن بېلابېلو برخو کې ۱۲۰۰ اضافه پوليس پر دندو ګومارل شوي چې بريدونو ته ځواب وويلی شي.

پر همدې مهال په لندن او نورو سيمو کې د وسله والو ځواکونو مېشتو کسانو ته ويل شوي چې لا ډېر احتياط کاره اوسي.

د بي بي سي خبرياله کارولاين وايټ وايي له هغه راهيسې چې بريتانوي ځواکونو په عراق او افغانستان کې مداخله کړې، د دوی کورنۍ په دې ښې پوهول شوې چې پر کور دننه هم کېدی شي د بريدونو موخې شي.

په تېرو څو کلونو کې د اسلامي توندلارانو له لوري لږترلږه دوه داسې توطيې شنډې شوې، چې غوښتل يې په بريتانيا کې سرتېري ووژني.

ورته مطالب