٨٠ کلن جاپانى د نړۍ تر ټولو لوړ غرۀ ته وخوت

Image caption ښاغلى ميورا په سټه روغ نه دى، تر اوسه يې څلور وارې د زړۀ عمليات کړي

يوچيرو ميورا چې د ژوند اته لسيزې پرې اوښتي د نړۍ تر ټولو زوړ کس شو چې ايورست غرۀ ته وخوت خو يو ٨١ کلن نيپالى ورپسې دى چې دا ريکارډ په دويم ځل بيا ترې واخلي.

د جاپان اوسېدونکى يوچيرو ميورا ٨٠ کلن دى او له ډېره وخته په دې هڅه کې و چې د نړۍ تر ټولو لوړ غرۀ ته وخېژي.

پنځه کاله وړاندې چې د ايورست څوکې ته نژدې و او هغه مهال به يې د تر ټولو زاړۀ غرۀ ختونکي ريکارډ ټينگاوۀ هغه وخت پاتې شو چې يوۀ ٧٦ کلن نيپالي دغه وياړ خپل کړ.

اوس چې ٨٠ کلن دى د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته په ختلو بيا بريالى شوى او ريکارډ يې ټينگ کړى دى.

ښاغلى ميورا په سټه روغ رمټ نه دى، تر اوسه يې څلور وارې د زړۀ عمليات کړي دي.

خو ان اوس هم دا اندېښنه لري چې دغه ريکارډ به تر ډېره ورسره پاتې نه شي.

هغه نيپالى چې پنځه کاله وړاندې تر دۀ مخته شوى و اوس بيا د ٨١ کلونو په عمر ورپسې دى.

هغه هيله من دى چې په راتلونکو څو ورځو کې د ايورست څوکې ته ورسيږي.

که نيپالى ورسېد نو د جاپاني ريکارډ به بيا مات کړي، خو خلک رښتيا وايي ژوند دې وي، هر څه ممکن دي.

ورته مطالب