بريتانوي پوليسو د پي ای اې سپرلۍ "دوه کسه نيولي"

Image caption ځينې نا تاييد شوي رپوټونه دا هم وايي چې گواکې د پي ای اې سپرلۍ ترمنځ دوه کس وسله درلوده.

د بريتانيا دفاع وزارت وايي هوايی ځواک يې د هغې پېښې په اړه پلټنه پيل کړې چې ترڅ کې يې د بريتانيا د پاسه ملکي الوتکه راښکته کړی شوې ده.

د مانچسټر هوايي ډګر يوه وياند ويلي د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي ای اې) يوه الوتکه له مانچسټر نه د لندن سټانسټېډ هوايي ډګر ته ګرځول شوې ده.

د اېسېکس پوليسو يوې وياندې هم زياته کړې "يوه الوتکه کې پېښه شوې ده. پوليس او شريکان يې پر غبرګون بوخت دي."

بي بي سي ته معلومه شوې چې دغه الوتکه اوس په سټنسټېد هوايی ډګر کې ښکته شوې ده.

بريتانوي پوليس وايي دوه کسه يې له الوتکې نيولي دي. پر دغو دوو کسانو تور دی چې گواکې الوتکې ته يې خطر پېښ کړى و. ځينې نا تاييد شوي رپوټونه دا هم وايي چې گواکې يوه کس وسله درلوده.

د سټنسټېد هوايي ډگر ځينو چارواکو بي بي سي ته ويلي چې پي اى اې پېلوټ پر مځکه برتانوي مامورين خبر کړي دي.

د سپرلۍ ترمنځ ترينګلتيا

يوۀ پاکستاني تلويزيون رپوټ ورکړى له کومې سپرلۍ سره يې په موبايل فون خبرې کړي دي چې وايي چې د سپرليو ترمنځ جنگ شوى او د دغه تاويلي ما ويلي له امله دا پېښه وشوه.

پي اى اې وايي دوى په لاهور کې ښه امنيتي گامونه پورته کړي وو او ټول هغه امنيتي چارې يې ترسره کړې چې نن سبا په ټولو نړيوالو هوايي ډگرونو کې کېږي.

مسعود تاجور په نامۀ د پي اى اې يوۀ چارواکي بي بي سي ته وويل د دوى معلومات لا تر اوسه پوره نه دي خو ټولې سپرلۍ روغې دي او له الوتکې ښکته شوي دي. دى وايي برتانوي پوليس به دوى ته حال ورکوي چې ولې له مانچستره واړول شول.

مسعود تاجور وويل چې برتانوي پوليسو له ځينو سپرليو پوښتنې گروېږنې کړې دي.

Image caption په الوتکه کې ٢٩٠ سپرلۍ وې، چې له لاهوره مانچستر ته روانه وه.

منصف يوه سپرلۍ بي بي سي ته وايي: پېلوټ ورته اعلان کې وويل چې په سټنسټيد کې ښکته کېږي او بيا يې ورته وويل چې د چا له خوا کوم ډول گواښ ورته شوى دى. دغه مساپر وويل چې درې څلور کسه پوليس الوتکې ته ورغلل او دوه کسه يې ونيول.

دۀ وويل د دوى لاسونه ورتړل شوي وو. دغې سپرلۍ وويل چې پېلوټ په هوا کې دوى ته څه ونه ويل او يوازې پر مځکه يې خبر کړل چې په الوتکه کې ستونزه وه.

په الوتکه کې ٢٩٠ سپرلۍ سپرې وې، له لاهوره مانچستر ته روانه وه او په مانچستر هوايي ډگر کې له کښته کېدا ١٠ دقيقې وړاندې د جنگي الوتکو له لارې واړول شوه.

د برتانيا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې خبري اژانسونه وايي چې کومه ترهگره پېښه نه وه خو دوى نور جزييات نه ورکوي چې ولې بيا له کښته کېدا ١٠ دقيقې وړاندې دغه الوتکه بل لور ته واړول شوه.

ځينو رپوټونو لږ وړاندې دا هم ويل چې له کښته کېدا وروسته هم لا د پي اى اې الوتکې پېلوټ د هوايي ډگر له چارواکو سره خبرې نه وې کړې.

دوه دليله ورته ويل کيږي چې يا ښايي تښتونکي په الوتکه کې وي او پېلوټ خبرو ته نه پرېږدي او يا هم ښايي تخنيکي ستونزه وي. دا چې چارواکي وايي کومه ترهگره موضوع نه وه نو ښايي بله ستونزه وي.

د سټنسټېد هوايي ډگر په برتانيا کې يو له هغو ځايونو دى چې عمومآ په بېړنيو حالاتو کې يا که کومه الوتکه وتښول شي نوچارواکي يې دلته راولي.

د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې چې د افغانستان د اريانا الوتکه تښتول شوې وه هغه هم دلته په يوه څنډه کې کښته شوې وه، او د پى اى اې دا الوتکه هم اوس د سټنسټيد هوايي ډگر په يوه کونج کې درول شوې ده.

ورته مطالب