نایجریا کې د بوکو حرام پوځي کمپونه 'ویجاړ شول

Image caption د بوکو حرام ډلې د ځپلو لپاره تر دوو زرو ډېرو پوځيان برخه اخیستې وه.

د نایجریا پوځ ویلي، چې د هېواد په شمال ختيځ کې یې د بوکو حرام سخت دریځې اورپکې ډلې پوځي روزنځایونه ویجاړ کړي دي.

جنرال کریس اولوکولادي د دغو پوځي کمپونو په اړه ویليو چې د ورڅېرمه ښارونو لپاره په کې د بریدونو پلانونه جوړېدل.

بي بي سي له یوې خپلواکې سرچینې د دې خبرې پر تایید اخیستو ونه توانېده، چې د نایجریايي پوځ دغه ادعا ومني.

د نایجریا پوځ وايي، د دغو کمپونو په ویجاړولو کې نژدې دوو زرو پوځيانو برخه اخیستې وه.

اوکولادي خبریالانو ته د تېرې جمعې پر ورځ کمپ کې د بوکو حرام ډلې د خوب ځای او روغتیايي مرکز انځورونه هم ورښودلي دي.

په عکسونو کې د سون توکو د زېرمې عکس هم ښکاري، چې د بي بي سي د خبریال مارک دویل په وینا، په دې ځای کې بمونه جوړېدل.

جنرال اوکولادي وویل چې "دغه کمپونه د بوکو حرام ډلې له خوا کارول کېدل، پوځي روزنه یې په کې ورکوله او پر نژدې ښارونو کې له دې ځایه بریدونه طرح کول".

د نایجریا پوځ د هغو درو ښځو او شپږو ماشومانو د خوشي کولو ادعا هم کوي، چې په وینا یې بوکو حرام ډلې تښتولي وو.

جنرال اوکولادي وايي، بوکو حرام ډلې د روانې مې پر اوومه دغه ښځې او ماشومان د نایجریا په شمال ختيځ بارما ښار د برید پرمهال تښتولي وو.

جنرال دا هم ویلي چې "د سامبیسا ځنګل کې د پوځ د هڅو پایله کې هغه تښتول شوي کسان خوشي شول، چې اورپکو د کمپ د ننه ساتلي وو".

رسنیو ځینې هغه وېډيويي انځورونه هم خپاره کړي، چې په غالب ګومان د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو په کې وايي، چې دوی ښځې او ماشومان تښتولي دي.

د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن د تېرې سې شنبې په ورځ د ټولو تښتول شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره د ریښتینو هلو ځلو امر وکړ.

له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د بوکو حرام اورپکې ډلې او حکومتي پوځ ترمنځ په نښتو کې لږترلږه تر دوو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

بوکو حرام ډله ادعا کوي، چې ګني د نایجریا په شمال کې، چې تر ډېره مسلمانان په کې مېشت دي، د اسلامي امارت جوړولو لپاره مبارزه کوي.

ورته مطالب