بارک اوباما: ډرون کارول "عادلانه جګړه" ده

Image caption دغه بریدونه داسې یو کمپاین دی، چې پر مټ یې امریکا خوندې شوې. ولسمشر بارک اوباما

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د بریدونو کلکه دفاع کړې او دغه بریدونه یې د توند لارو پر ضد له ځانه د دفاع "عادلانه" جګړه بللې.

د نوموړي په وینا دغه بریدونه داسې یو کمپاین دی، چې پر مټ یې امریکا خوندې شوې.

د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې د امریکا د دفاع ملي پوهنتون کې د وینا پر مهال اوباما وویل" باید دا په بشپړ ډول باوري شي، چې دې بریدونو کې ملکي کسانو ته زیان نه اوړي."

ولسمشر اوبا ډرون بریدونو کې د څلورو امریکایانو له وژل کېدو هم دفاع وکړه.

ښاغلي اوباما د ملي امنیت پر موضوع د ډرون بریدونو په استعمال او قانوني پلو د خبرو په لړ کې وویل "موږ له یوه داسې سازمان سره جګړه کوو، چې که مخنیوی یې و نه شي، دومره امریکایان به ووژني، چې له وسه یې کېږي."

د نوموړي په وینا "دا یوه عادلانه جګړه ده، یوه داسې جګړه، چې د وروستي حل په توګه او له ځانه د دفاع په توګه پیلېږي."

د جګړې مهم پړاو

د اوباما په خبره د ترهګرۍ د مخنیوي هڅې مهم پړاو ته رسېدلې او اداره به د افغانستان په څېر د جګړې له ډګره بهر د ډرون بریدونو زیاتې څارنې ته چمتو شي.

نوموړي خبرداری ورکړ " د امریکا ترهګرۍ ضد دایمي جګړه، که د ډرون په وسیله وي، که د ځانګړو ځواکونو په وسیله او که د پوځ ځای پر ځای کولو له لارې "ځان ته د ماتې" ورکولو په معانا ده"

ولسمشر اوباما ناستو کسانو ته په وینا کې وویل" ګوانتانامو زندان په نړۍ کې یو داسې علامت بلل کېږي، چې امریکا په کې د قانون د واکمنۍ سپکاوی کوي."

هغه د امریکا کانګریس ته په اشارې سره وویل" باید خوندې امریکايي زندانونو ته د ګوانتانامو د زندانیانو لېږدولو مخالفت و نه کړي" امریکا کې زموږ له پوځي او یا نورو ډېرو خوندې زندانونو تر اوسه هېڅ زنداني نه دی دی توانیدلی، چې وتښتي."

نوې ډرون پالیسي

نوموړي وویل، له ګوانتانامو څخه یمن ته د زندانیانو پر لېږد به بندیز لرې کړي او له دې سره یې له امریکايي قانون جوړونکو وغوښتل، چې زندان په بشپړه توګه وتړي.

کله چې ولسمشر اوباما د امریکايي زندان ګوانتانامو د بندولو هڅو په باب خبرې پیل کړې، په سالون کې یوې ناستې مېرمنې زندان کې د بندیانو د نه خوړو اعتصاب په باب احتجاج پیل کړ.

د ډرون بریدونو په باب د امریکايي حکومت نوې پالیسي کې د هغو لاملونو په باب ویل شوي، چې له مخې یې د جګړې له سیمې بهر لکه، پاکستان یمن او سومالیا کې دغه بریدونه تر سره کېږي.

د دغې پالیسي یوې طرحې کې، چې رسنیو ته ورکړله شوې، ویل شوي، امریکا به د ترهګرو او شکمنو کسانو نیولو ته لومړیتوب ورکوي او ډرون بریدونه به هغه مهال تر سره کېږي، چې امریکا ته سم لاسي خطر متوجه وي.

Image caption د څېړنیز ژورنالیزم په وینا له ۲۰۰۴ راهیسې پاکستان کې ۳۶۸ ډرون بریدونه تر سره شوي.

له دې سره سره حکومت یو معیار هم ټاکلی، چې له مخې به یې ډرون بریدونه تر سره کېږي.

تر وروستي بریده دې باوري شي، چې هدف موجود دی، نیول یې ناممکن دي، هېڅ ملکي کس ته به مرګ ژوبله نه اوړي.

ملکي ادارې سره پوښتنه پیدا شوه، چې د خطر مخنیوی نه شي کولای او له دې پرته بله لار نه شته.

د یادونې ده، چې د څېړنیز ژورنالیزم په وینا له ۲۰۰۴ راهیسې پاکستان کې ۳۶۸ ډرون بریدونه تر سره شوي او یمن کې له ۴۶ تر ۵۶ دغه ډول بریدونه تایید شوي دي او په ټول کې ډېر بریدونه د ولسمشر اوباما د واکمنۍ دوران کې شوي.

د چهار شنبې په ورځ امریکا لومړی ځل ومنله، چې یمن او پاکستان کې د ډرون بریدونو په پایله کې څلور امریکایان وژل شوي.

ورته مطالب