پاریس کې پر فرانسوي پوځي برید ترهګري بلل شوې

Image caption د پوځي ډېره وینه ضایع شوې وه، چې نژدې پوځي روغتون ته ولېږدول شو. پییغې اندرې پیول

فرانسوي څارنوالان وايي د دندې پر مهال په چاقو د وهل شوي فرانسوی سرتېري قضیه به د ترهګرۍ ضد څېړونکي پر مخ بیايي.

دغه پوځي د فرانسوي پلازمېنې پاریس په لادفانس کاروباري سیمه کې د شنبې په ورځ نامعلوم برید ګر په چاقو وواهه، چې پوځي دریشي یې اغوستې وه.

دغه برید کې پوځي ټپي شو، خو ویل کېږي، اوس یې روغتیا ښه ده. هغه سړي، چې پر پوځي یې برید وکړ، د خلکو له ګڼې ګوڼې په ګټه اخیستو سره وتوانید وتښتي او پولیس یې لټون کوي.

د فرانسې د دفاع وزیر ژان زیوس لیدریان ویلي، پوځي له پوځ سره د تړاو له کبله په نښه شوی او دا چې هېواد به یې د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړي.

ټپي شوی پوځي د فرانسوي ځواکونو د ترهګرۍ ضد ټولۍ غړی دی، چې پاریس کې د ممکنه ترهګرۍ پېښو د مخنیوي لپاره ګزمه کوي.

له دې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند ویلي، چې دغه پوځي، چې دریشي یې اغوستې او له خپل یوه بل ملګري سره یې ګزمه کوله، د شا له خوا نامعلوم کس په چاقو یا کومه تېره اله وهلی.

ولسمشر اولاند دا خبره د افریقايي هېواد ایتوپیا په پلازمېنه ادیس ابابا کې وکړه، نوموړي زیاته کړه د هېواد پولیس یې د برید ګر لټون کوي.

د نوموړي په وینا دا به له وخته مخکې وي، چې پر دغه پوځي شوی برید د لندن وولچ سیمې کې پر یوه برتانوي پوځي له شوي برید سره وتړل شي.

فرانسوي ولسمشر وویل:

" تر اوسه د دې برید د ټاکلي هدف په اړه څه نه شي ویل کېدای، نه هم د بریدګر په باب څه ویل کېدای شي، خو چارواکی ټولو ممکنه لاملونو ته په کتو سره څېړنه کوي"

د اوټ ډي سین پولیس مشر پییغې اندرې پیول ځايي رسنیو ته ویلي" د پوځي ډېره وینه ضایع شوې وه، چې نژدې پوځي روغتون ته ولېږدول شو، د نوموړي ټپ ژور، خو ډېر خطرناک نه دی."

د پیول په وینا له هغه مخکې، چې له ټپي شوي پوځي مخکې روان ملګري یې غبرګون وښيي، برید ګر له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې ورک شو.

ورته مطالب