پاکستانۍ الوتکې قضیه کې دوه کسان تورن پېژندل شوي

Image caption کله چې د الوتکې کارکونکو د ښکېلو کسانو د بیلولو هڅه کوله، نو الوتکې ته د زیان اړولو ګواښونه شوي وو.

برتانیا کې دوه کسان د پاکستان د نړیوال هوايي چلند شرکت( پي ای اې) الوتکې ته د زیان اړولو د هڅې کولو په لړ کې تورن پېژندل شوي.

دغه دواړه کسان ۳۰ کلن طیب سبحاني او ۴۱ کلن محمد صفدر پاکستاني نژاد برتانویان دي، چې د لنکا شایر کاونټي د نېلسن سیمې اوسېدونکي دي.

طیب سبحاني ټیکسي چلوونکی دی او محمد طیب یوه رستوران کې کار کوي.

دغه دواړه کسان به د دوشنبې په ورځ چیمسفرډ کې محکمې ته وړاندې شي.

پېښه د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال وشوه، چې له لاهوره مانچسټر ته پر لار الوتکې کې د الوت پر مهال د څو کسانو تر منځ لفظي شخړه په تاوتریخوالي واوښته.

کله چې د الوتکې کارکونکو د ښکېلو کسانو د بیلولو هڅه کوله، نو الوتکې ته د زیان اړولو ګواښونه شوي وو.

د الوتکې کپتان په دې اړه کنترول ټاور ته معلومات ورکړي وو او پاکستانۍ الوتکه د مانچسټر په ځای د برتانیا د شاهي هوايي ځواک د جیټ الوتکو په بدرګه د لندن په سټین سټیډ هوايي ډګر کې کېناسته.

له هغه وروسته پولیسو طیب عثماني او محمد صفدر له ځان سره بوتلل او الوتکې ته یې له اوږده انتظاره وروسته مانچسټر ته د الوت اجازه ورکړه.

ورته مطالب