"اپل"۱ کمپیوټر په ۶۵۰ زره ډالر وپلورل شو

اپل ۱ کمپیوټر
Image caption په ګرده نړۍ کې د اپل ۱ دا ډول شپږ کمپیوټر شته، چې لاهم کار کولای شي.

د اپل" ۱ په نامه یو کمپیوټر، چې پر ۱۹۷۶ کال پورې تړاو لري، د جرمني په یوه لیلام ځای کې په ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شو.

دا یو له هغو شپږو کمپیوټرونو و، چې اپل د لومړي ځل لپاره جوړ کړي وو او تر اوسه یې کار کاوه.

دغه لرغونی کمپیوتر د هغو پنځوسو کمپیوټرونو په کتار کې هم راغلی و، چې دوو شریکانو سټیف جوبز او سټیف ووزنیاک جوړ کړی و.

دا کمپیوټر د ووزنیاک یو نښان هم لري.

کمپیوټر یوه اسیايي مشتري رانیولی، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی.

دې ته ورته یو کمپیوټر تېر کال په ۶۳۳ زره ډالرو پلورل شوی و.

اپل دا ډول ۲۰۰ کمپیوټرونه جوړ کړي وو، چې ۴۶ یې لاهم موجود دي.

خو شپږ هغه لاهم کار کولای شي.

د "د اپل لومړی کمپیوټر" کتاب لیکوال باب لوتر وايي: "د رانیول شوې ټکنالوژۍ دا یو سپېڅلی کپ دی".

د تېرې شنبې په ورځ د جرمني په کولونیا کې دغه پلورل شوی کمپیوټر سي ډي رام او خپل اصلي سکرین (ښیښه) او کلیدړه (کیبورډ) هم لري.