د پاکستاني په وژنې ۱۴ بحریني شیعه ګان بندیان شول

Image caption له ۲۰۱۱ راهیسې بحرین کې مظاهرې دوام لري.

د بحرین سترې محکمې ۱۴ شیعه ځوانان د یوه پاکستاني د وژنې په تور ۱۵ کاله بندیان کړي دي.

پر دوی تور دی، چې د ۲۰۱۱ کال د منامې په اړدوړ کې یې یو پاکستانی وګړی وژلی دی.

دغه شیعه ګان پر دې تورن دي، چې "یو پاکستانی وګړی یې تر مرګه وهلی ډبولی دی، چې ویل کېږي، د ترهګریزو موخو لپاره یې هغه تر وروستۍ سلګۍ پورې وهلی دی".

وړاندې محکمې د ۲۰۱۱ کال د اړدوړ تورنو ته د عمري بند د سزا خبره کړې وه، خو د تېر کال په دسمبر کې یې د بند موده ۱۵ کلونو ته راټيټه شوه.

د تورنو وکیلانو ادعا کړې ده، چې چې موکلین یې په ۲۰۱۱ کال کې تر نیول کېدا وروسته "ربړول شوي"، چې په وینا یې شکایتونه یې هېچا هم نه دي اورېدلي.

په ۲۰۱۱ کال کې د واکمنې سني کورنۍ ضد شیعه مظاهرو او اړدوړ جوړولو په تور ګڼ شیعه ګان زندانونو ته اچول شوي دي.

که څه هم بحرین کې د سعودي ځواکونو په همکارۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، خو په شیعه مېشتو ښارونو کې ګڼ شیعه ګان واټونو ته راوتلي او له پولیسو سره کېوتلي دي.

د بشري حقونو سازمان وايي، د ۲۰۱۱ فبرورۍ له اړدوړ راهیسې په بحرین کې لږترلږه ۸۰۰ کسان وژل شوي.

بحرین په خلیج کې یو ستراتیژیک موقعیت لري، ځکه چې دغه هېواد د امریکا د سمندري ځواکونو د شتون له اړخه پنځم لوی هېواد دی، او په سیمه کې د پیسو او خدمتونو اساسي مرکز ګڼل کېږي.

ورته مطالب