جان کېري د فلسطیني اقتصاد رغاونې پلان اعلان کړ

Image caption دا پلان له ټولو پخونيو گامونو سره توپير لري. جان کېري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د فلسطين د کمزوري اقتصاد د بيا رغولو لپاره د داسې يوۀ پلان له مخې پلو پورته کړ، چې ورباندې څلور ميليارده ډالر لگښت راځي.

د نوي پلان له مخې د فلسطين اقتصاد کېداى شي، په راتلونکو دريو کلونو کې په باالقوه توگه په سلو کې پنځوس وده وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه څرگندونې په اردن کې د نړيوالې اقتصادي غونډې په پاى کې وکړې. وړاندې د اسراييلو ولسمشر شيمان پېرېس ټينگار وکړ چې له فلسطينيانو سره دې پرته له کومه ځنډه د سولې خبرې اترې له سره پېل شي.

ښاغلي کېري د فلسطين د اقتصاد د بيا رغونې لپاره د برتيانيا له پخواني لومړي وزير ټوني بلېر، نړېوالو سوداگرييزو مشرانو او کارپوهانو سره د نويو پلانونو پر جوړولو په گډه کار کړى چې په ځانگړې توگه د گرځندوى، ودانۍ جوړولو او سپکو توليداتو په برخه کې نوې زمينې رامنځ ته شي.

ښاغلي کېري وويل دا پلان له ټولو پخوانيو گامونو سره توپير لري او بدلون رامنځ ته کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل اسراييلي او فلسطيني مشران يې دواړه ملاتړ کوي

"زه په دې خوشاله يم چې ووايم لومړى وزير نتنياهو او ولسمشر عباس دواړه د دغه نوښت ملاتړ کوي. دوى په دې پوهېږي لکه څنگه چې يو کس له يوې ښې دندې سره درنښت او عزت مومي، نو يو ملت له يوۀ فعاله او غځېدونکي اقتصاد سره وياړ ترلاسه کولى شي چې په خپلو پښو ودرېږي. دا به د راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي."

ښاغلي کېري وويل، د پلان په پلي کېدو به د بې روزگارۍ دوه دريمه برخه له منځه لاړه شي او تنخواوې به په سلو کې څلوېښت ډېرې شي.

خو هغه گواښنه وکړه چې دغه اقتصادي پرمختگ چې تصور يې شوى د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو له موازي پرمختگ سره تړلى دى.

د اسراييلو ولسمشر شيمان پېرس پر اسراييلي او فلسطيني مشرانو دواړو غږ وکړ، چې خپل مخالفتونه حل او جدي خبرې اترې له سره پيل کړي، چې پايله يې د فلسطيني دولت رامنځ ته کېدل ووځي.

د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرې اترې نژدې پنځه کاله وړاندې تر ډېره په فلسطيني سيمو کې د يهودي مېنو د جوړولو پر سر د را د بره شويو توپيرونو له امله ودرېدې.

نړېوال اقتصادي کنفرانس ته په خپله وينا کې ولسمشر پېرېس وويل د سولې د بهير د بيا را ژوندي کولو لپاره نه يوازې دا چې بايد هڅې ونه درول شي بلکې دغه بهير اوس بشپړتيا ته ورسېږي.

ورته مطالب