"برتانیا کې د توندلارۍ ډېرېدو خطر موجود دی"

Image caption هغه خلک چې د توندلارۍ لور ته یې د تمایل موندلو وېره شته، له زور زیاتي د ډکې توندلارۍ بېلو پړاوونو کې دي. ټېرېسا مې

د برتانیا د کورنیو چارو وزېرې ټېرېسا مې، اندېښنه څرګندوي، داسې احتمالي خطر شته، چې برتانیا کې زرګونه کسان توندلارۍ ته تمایل ومومي.

نوموړې د بي بي سي ون په" اینډریو مارکر شو " خپرونه کې وویل، هغه خلک چې د توندلارۍ لور ته یې د تمایل موندلو وېره شته، له زور زیاتي د ډکې توندلارۍ بېلو پړاوونو کې دي.

د ټېرېسا مې په وینا یوه نوي هدفمن ځواک ته دنده سپارل شوې، چې وګوري، ایا د توندلارۍ د مخنیوي لپاره نور واک ته اړتیا لري، که څنګه.

په همدې حال کې د برتانوي پوځي ډرمرلي رګبي د وژنې په قضیه کې درې نور کسان نیول شوي دي.

له دې مخکې د وژل شوي پوځي د وژنې قضیه کې دوه کسان نیول شوي، چې روغتون کې ساتل کېږي او ویل کېږي، چې روغتیا یې ښه ده.

له وژنې وروسته د پېښې په ځای کې پولیسو ۲۸ کلن مایکل ادیبو لاجو او ۲۲ کلن مایکل ادیبو والې په ډزو ویشتلي وو.

لندن پولیس وايي، ترهګرۍ ضد افسرانو د شنبې په ورځ ۳ کسان د قتل دسیسې جوړونې په تور نیولي، چې عمرونه یې ۲۱، ۲۴ او ۲۸ کاله ښودل شوي دي.

تېرو ورځو کې د یوه برتانوي پوځي له وژل کېدو وروسته برتانیا کې د توندلارۍ اړوند بحثونه تاوده شوي دي.

د ټرېسا مې په وینا دې لړ کې ۵۰۰ افسران او نور کسان کار کوي، چې په کې د هېواد له نورو برخو څخه هم د ترهګرۍ د مخنیوي ماهر افسران شامل کړل شوي دي.

د اړیکو ډيتا اړوند یوې پوښتنې په ځواپ کې نوموړې وویل، قانون پلي کوونکې ادارې او څارګرې ادارې کمونیکېشن ډیټا ته لاسرسي ته اړتیا لري، ځکه دا د دوی لپاره اړین کار دی.

هغې زیاته کړه، حکومت په یوه نوي پروګرام کار کوي، چې له مخې یې د هغو کسانو کار کېږي، چې توندلارۍ د اوښتو په لومړي پړاو کې وي، پر هغو کسانو کار نه کېږي، چې نژدې وخت کې سخت دریځۍ ته اوښتی شي.

د نوموړې په وینا د تېر کال په اوږدو کې د داسې دوه زره کسانو په اړه کار تر سره شوی.

د یادونې ده، چې د پارلمان ګډې کمېټۍ د دې قرارداد په اړه له نوي سره د غور لپاره دسمبرکې بېرته استولی و.

د دې له مخې د یوه کال په اوږدو کې د انټرنیټ له لارې د خبرو او پیغامونو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کېږي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر ایلن جانسن د انډریو مارکر خپرونه کې ویلي و، چې کمونیکشن ډیټا قرارداد باید له راتلونکو ټاکنو مخکې د قانون یوه برخه شي.

نوموړې دا هم ویلي و، چې که د کورنیو چارو وزیره و نه توانېږي، چې کابېنې غړي د دې لپاره چمتو کړي، نو باید استعفا وړاندې کړي.

بل لور ته کینیا حکومت دغه هېواد ته د ادیبو لاجو له سفر کولو انکار کړی.

له دې مخکې د نوموړي یوه دوست تور پورې کړ، چې افریقايي هېواد ته د سفر پر مهال د ده له دوست سره ناوړه چلند شوی.

ورته مطالب