روسيه وايي سوريې ته د "بهرنۍ مداخلې پر وړاندې وسلې لېږي"

Image caption ناټو کې د روسيې استازي الکسندر ګروشکو وويل مسکو د دغو وسلو ورکولو کې "په بشپړ ډول د نړيوال قانون" چوکاټ کې عمل کوي.

روسيه وايي سوريې ته به د الوتکې ضد (اېس-۳۰۰) توغندي ورکوي، چې په وينا به يې دا د بهرنۍ مداخلې مخنيوی وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګې ريابکوف وويل دغه توغندي د "کرارۍ عامل" دی، چې کېدی شي "ځينې ګرم سري" دې شخړه کې ورننوتلو ته بې زړه کړي.

روسيې د اروپايي ټولنې پر هغې پرېکړې هم نيوکه کړې چې پر سوريې يې د وسلو لګېدلی بنديز نوی نه کړ.

پر همدې مهال بي بي سي داسې بېلګې اورېدلې چې دا مياشت د سوريې لوېديځ کې ۲۰۰ وګړي ټولوژنه کې وژل شوي دي.

د مخالفانو فعالانو ويلي دوی په البيضا او بنياس کې وروسته له هغه چې حکومتي ځواکونه او ملېشي ورننوتې، د مليکيانو دغې وژنې په اړه پر سندونو ولاړې بېلګې غونډې کړې دي.

"پوهېږو چې څه وکړو"

(اېس ۳۰۰) له مځکې هوا ته د لوړې وړتيا توغنديز سيستم دی چې د الوتکو پر نښه کولو سربېره، د بلسټيک توغنديو سره د ښکېلتيا توان هم لري.

د بي بي سي ډيپلوماټيکو چارو خبريال جانتن مارکوس وايي دا په پراخ ډول د امريکا پېټريېت سيستم سره پرتله کېږي، چې د بريد پر وړاندې د ناټو له خوا د ترکيې فضا ساتنې لپاره ځای پر ځای شوی دی.

ښاغلي ريابکوف وويل د توغنديو دغه سيتم قرارداد څو کاله مخکې لاسليک شوی و.

ده چې خبريالانو ته يې وينا کوله، په ليبيا کې د ناټو جنګي الوتکو کارونې سره په تړاو زياته کړه"موږ داسمبالونه د کرارۍ يو عامل ګڼو، او باور کوو، داسې ګامونه به هغه ګرم دماغونه پر داسې سېناريو ګانو له غور وګرځوي چې د بهرنيو ځواکونو په ښکېلتيا سره به دغه شخړه نړيواله کړي".

ناټو کې د روسيې استازي الکسندر ګروشکو وويل مسکو د دغو وسلو ورکولو کې "په بشپړ ډول د نړيوال قانون" چوکاټ کې عمل کوي.

ده وويل "موږ داسې څه نه کوو چې سوريه کې حالت بدلولی شي. هغه وسلې چې موږ يې ورسپارو دفاعي دي."

له دې مخکې چارواکي د وسلې دغه پېچلي سيستم نومولو کې زړه نازړه وو، او په بيروت کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي د روسيې دغه تازه اعلاميه کېدی شي د لانجې لا ګرمېدا وبلل شي.

د بي بي سي خبريال وايي داسې راپورونه هم وو، چې مسکو د اسرائيلو دې ژمنتيا بدل کې چې پر سوريه به نور هوايي بريدونه نه کوي، د دغو وسلو په ورکړه کې ګام نيولی و.

د اسرائيلو د دفاع وزير موشې يالون وويل د روسيې توغنديز سيسم لا له روسيې نه دی وتلی.

ده وويل "هيله لرم داسې ونه شي، که خدای مه کړه دا توغندي سوريې ته ورسېږي، موږ پوهېږو چې څه وکړو."

روسيې پرله پسې ډول د هغو هلو ځلو مخنيوی کړی چې له مخې يې پر ولسمشر بشار الاسد فشار راوړل شي.

دغه هېواد د امريکا ترڅنګ د هغو هڅو مشري کوي چې له مخې يې غواړي راتلونکې مياشت د سوريې په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ کړي.

د سوريې مخالفانو لا تر اوسه نه دی ويلي چې دغه کنفرانس ته به ورځي که نه.

دوی د ترکيې استانبول کې په خبرو بوخت دي، او د ګډون په اړه پرېکړې نارسمي نېټه هم پای ته رسېدلې ده.

پر وسلو لګېدلي بنديز پای

له دې مخکې اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې وه، چې سوریې کې حکومت مخالفو یاغیانو ته د وسلو پر ورکړې لګیدلي بندیزونه نوي نه کړي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي"سوري یاغیانو ته د وسلې د لېږد سملاسي پرېکړه تر اوسه نه ده شوې او نور ټول بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي."

دغه پرېکړه برسلز کې له اوږدو خبرو وروسته وشوه. د بشارالاسد حکومت ضد بندیزونو ټولګه د جون په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

برتانیا او فرانسې د بشارالاسد حکومت هغو مخالفانو ته د وسلو ورکولو لړ کې هڅې کړې، چې دوی یې منځ لاري بولي.

د دوی په باور دې سره به د سوریې حکومت اړ شی، چې د دوه کلن بحران د ختمولو لپاره سیاسي حل ته غاړه کېږدي.