برما کې د مسلمانانو او بودایانو نښتې دوام لري

Image caption دا شخړې له هغې اوازې وروسته پیل شوې چې ویل یې یوه مسلمان سړي پر یوې بودایايې ښځې برید کړی دی.

د برما په شمالي ښارګوټي لاشو کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ خونړیو شخړو په دوهمه ورځ هم دوام وکړ.

د برما دولتي مطبوعات وايي سړي او تنکي ځوانان چې په ډنډو سمبال وو د مسلمانانو د کورونو پسې پر سړکونو ګرځېدل.

پولیس ویلي چې لږ ترلږه یو کس وژل شوی او د مسلمانانو کورونو او د کار ځایونو ته اور اچول شوی دی.

دا شخړې له هغې اوازې وروسته پیل شوې چې ویل یې یوه مسلمان سړي پر یوې بودایايې ښځې برید کړی دی.

ویل شوي وو چې مسلمان سړي پر بودایې ښځې اول تېل شیندلې وو او بیا یې اور وراچولی و.

برما کې په دې وروستیو میاشت کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ شخړې ډېرې شوې چې له امله یې د برما له لویدیځو او مرکزي سیمو څخه لسګونه زره مسلمانان د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د رپوټونو له مخې تازه شخړو هغه مهال نور هم زور واخیست چې پولیسو یو شمېر پاریدلو بودایانو ته د هغه سړي له سپارلو ډډه وکړه چې د بودایې ښځې په سوځولو تورن دی.

سوځېدلې ښځه اوس په روغتون کې او تورن کس له پولیسو سره په توقیف کې دی.

د شخړو له پیله سمدستې وروسته چارواکو ومنله چې څلور کسان په ډزو کې ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبرې اژانس رپوټ ورکړی چې په هغو کورونو او ودانیو کې چې اور وراچول شوی یو جومات او د مسلمانانو یوه یتم خانه هم شامله ده.

اوس د لاشو په ښارګوټي کې پر مسلماناو او بودایانو ګرځبندیز لګېدلی دی.

چارواکو خبردارې ورکړی چې مذهبي ودانیو ته زیان رسول به ونه زغمل شي او که څوک په ورانکاراو اعمالو لاس پورې کوي نو له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.

د یادونې ده چې په برما کې د مارچ په میاشت کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ په شخړو کې ۴۳ کسان چې اکثره یې مسلمانان وو ووژل شول.

په ۲۰۱۳ کال کې د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ ناکراريو کې سلګونه کسان مړه شول او لسګونه زره مسلمانان له خپلو کورونو وتو ته اړ شول.

څه موده وړاندې بي بي سي داسې ويډيويي انځورونه موندلي چې ښيي برمايي پوليس د بودايي ډلو له لوري د مسلمانانو د وژنې پرمهال پټه خوله یوازې ننداره کوي.

دغه ويډيويي انځورونه د مارچ په وروستيو کې ميکتېلا ښار ګوټي کې د څو ورځني تاوتريخوالي پرمهال خپله د پوليسو له لوري اخيستل شوي دي.

د بشري حقونو يو شمېر نړېوالو ډلو په وروستيو مياشتو کې په برما کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي له امله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.

یوه اوونۍ وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم له برمایي ولسمشر تين سين سره په واشنګټن کې د لیدو پر مهال په برما کې د لږکيو مسلمان توکمو پر وړاندې د تاوتريخوالي له امله خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړه.

ښاغلي اوباما وويل، ده پتېيلې چې تين سين په هېواد کې د توکميز تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې واقعي هڅې کړي، خو وايي د خلکو بېځايه کېدل چې لامل يې تاوتريخوالی دی بايد ودرېږي.

ورته مطالب