هکرانو د امریکا د دفاعي وسلو ډیزاینونه تر لاسه کړي

Image caption د جنورۍ په میاشت کې یوه خپور شوي رپوټ کې ویل شوي وو چې امریکا د انټرنیټي بریدونو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه ده.

چینايي هکرانو د امریکا د دفاعي وسلو ډیزاینو ته لاسرسي موندلی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې چینايي انټرنیټي بریدګرو د امریکايي وسلو لسګونو ډیزاینونو ته لاسرسي پیدا کړی دی.

دا ورځپاڼه وايي د امریکا د دفاع وزارت یوې ورځپانې موندلې چې په هغو وسلو کې چې چینايي هکرانو یې ډایزینونه ترلاسه کړي جنګي الوتکي، بیړۍ او دفاعي توغندي شامل دي.

خو د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي چې چینايي هکرانو تخنیکي برلاسي نه دی ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په میاشت کې یوه خپور شوي رپوټ کې ویل شوي وو چې امریکا د انټرنیټي بریدونو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه رپوټ داسې مهال خپرېږي چې استرالیا هم په ډاګه کړې چې چینايي هکرانو د دوی د داخلي استخباراتو لپاره د یوې نوې ودانۍ نقشه غلا کړې ده.

د رپوټ له مخې د امریکايي وسلو په هغو ډیزاینو کې چې چینايي هکرانو ورته لاس رسي موندلی د خورا پر مخ تللو توغندیو پټریټ، د توغندیو ضد دفاعي سیستم چې په تاد مشهور دی، بالستیک توغندیونو، تر ټولو ګران بیه ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو، ایف اې ۱۸ ډوله الوتکو، وي ۲۲ او تورو هاوک الوتکو ډیزاینونه هم شامل دي.

ورته مطالب