'سوریې ته روسي توغندي ورسېدل'

Image caption بشارالاسد د نورو توغندیو د ژر ور رسېدو خبره کړې.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د لبنان اورپکې ډلې 'حزب الله' المنار تلوېزیون ته ویلي، چې روسیې، سوري حکومت ته د هوايي دفاع اس- ۳۰۰۰ ډوله توغندي ورکړي دي.

روسیې د سوریې مخالفه ټلواله د ژنیوا د کنفرانس د لغوه کولو په هڅې تورنه کړې ده.

بشارالاسد المنار تلوېزیون ته ویلي، چې پاتې توغندي به ژر سوریې ته ورسېږي.

روسیې وړاندې ژمنه کړې وه، چې د اروپايي ټولنې د هغې پرېکړې پرضد به سوریې ته توغندي ورکوي، چې دغې ټولنې د سوريې مخالفانو ته د وسلو ورکولو بندیز لرې کړ.

المنار تلوېزیون د اسد له خولې دا هم ویلي، چې روانه جګړه د سوري پوځ په ګټه روانه ده.

"د هڅو له منځه وړل "

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۳۰) د سوریې مخالفه ملي ټلواله په دې هڅو تورنه کړه، چې ګني په وینا یې په ژنیوا کې د اسد د لرې کولو په تړاو د جوړېدونکي کانفرانس د لغوه کولو هڅې کوي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د لاوروف له خولې ویلي، ''سړی دا فکر کوي، چې ملي ایتلاف او د دوی ملاتړي هڅې کوي، چې دا سیاسي عملیه لغوه کړي''.

د سوریې حکومت د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي، چې په ژنیوا کې د سولې د خبرو په تړاو دوی هېڅ مخکنی شرط نه لري.

المعلم له دمشقه په بیروت کې د 'المیادین' تلوېزیون ته په مرکه کې ویليو چې حکومت یې ژنیوا کې د ګډون کوونکي پلاوي د ټاکلو پرېکړه نه ده کړې.

دی زیاتوي، چې د سوریې حکومت یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خوشبینه دی، او ژنیوا ته به یې استازي له هېڅ کوم مخکني شرط پرته ولاړ شي.

المعلم دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د سوریې مخالفانو ژنیوا کې خپل ګډون کول له واکه د بشارالاسد پر لیرې کېدو پورې تړلی دی.

خو دا لا روښانه نه ده، چې دغه کانفرانس به کله جوړېږي.

ناحل مسائل

Image caption دا توغندي الوتکې ضد روسي توغندي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د تېرې چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا متحده ایالتونه، روسیه، او نړیوالې ټولنې د سوریې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس ګڼو مسایلو ته حل لاره لا نه ده موندلې.

بان کي مو خبریالانو ته وویل ''دا مهال د ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې ترمنځ جدي خبرې روانې دي، خو ګڼ داسې عناصر شته، چې توضیح ته اړتیا لري''.

نوموړي دا هم ویلي چې ''تر اوسه د ټولو په خوښه د کانفرانس جوړولو نېټه نه ده ټاکل شوې''.

بان کي مون دا هم ویلي چې ''په دې حساس وخت کې نه شم ویلای، چې دا کانفرانس به کله جوړېږي، خو هڅه مو دا ده چې ډېر ژر جوړ شي''.

ورته مطالب