حزب الله دې له سوریې خپل اورپکي وباسي

Image caption د سوري حکومتي رسنۍ وايي چې ځواکونو يې د القصير هوايي ډگر بېرته نيولى او د ښار کلابندۍ يې لا تنگه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارووزارت د لبنان د حزب الله له شیعه غورځنگ غوښتنه کړې چې په چټکۍ سره له سوريې خپل اورپکي وباسي.

د وزارت يوې وياندې جن پسکي وويل سوريه کې د هغوى شتون د امريکا لپاره د منلو وړ نه دى:

"موږ په سختو ټکو سره د القصير او د سوريې په نورو برخو کې د حزب الله اورپکو د فعالې ونډې د پخلي په اړه د حسن نصرالله وروستۍ څرگندونې غندو. دا د منلو وړ نه ده او حالات لاپسې خطرناک کوي. موږه غوښتنه کوو چې حزب الله دې په بېړني ډول له سوريې خپل جنگيالي وباسي".

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه غوښتنه له هغه څو ورځې وروسته راځي چې د حزب الله مشر حسن نصر الله وويل چې د اسد د رژيم ملاتړ به کوي او سوريه کې يې د روانې جگړې د گټلو ټټر وواهه.

د حزب الله اورپکي د القصير په سرحدي ښار کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي چېرې چې زرگونه ملکيان ايسار پاتې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياندې دغه څرگندنې لږ وروسته له هغې راغلې چې د امريکا د متحده ايالاتونو په ملاتړ صادر شوي يوه پرېکړه ليک کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په سوريه کې د بهرنيو جنگياليو ښکيلتيا غندنه وکړه. روسيې دا يوه اړخيزه پرېکړه ليک بللى چې وايي د سوريې په اړه د سولې خبرې به له خطر سره مخامخې کړي.

د ایران ملاتړ

په همدې حال کې د سوري ياغيانو يو لوى پوځي قوماندان د حزب ا لله جنگيالي تورن کړل چې د ايران په ملاتړ يې پر سوريې يرغل کړى. له بي بي سي سره په مرکه کې جنرال سليم ادريس وويل، د حزب الله شاوخوا اوه زره جنگيالي د القصير په کلابندکولو کې ښکېل دي:

"په القصير کې وضع ډېره کړکېچنه او ډېره خطرناکه ده. د حزب الله جنگيالي ډېر منظم دي، په وسلو ښه سمبال دي او د رژيم د هوايي ځواک له لوري يې ملاتړ کېږي. رژيم پر القصير درانه بمونه غورځوي، په اوږده واټن توپونو او سکاډ توغندي يې ولي. موږ دا معلومات هم لرو چې ايراني جنگيالي هم په القصير کې جگړه کوي. په ښار کې زښت زيات خلک ټپيان شوي دي او د ښار دکلابندۍ له وجې نه شو کولى چې ټپيان بهر ولېږدوو".

جنرال سليم وويل، ياغيان کافي وسلې اومهمات نه لري چې د حزب الله او د رژيم د ځمکنيو او هوايي ځواکونو په وړاندې دريدنه وکړي. هغه په احساساتي لهجې سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شېبو کې يې مرستې ته ودانگي:

"موږ خپلو لوېديځو ملگرو ته وايو کله چې د وسلو او مهماتو په ورکړې سره زموږ ملاتړ وکړي، موږ به په دې اړه تاسو ته هر ډول ضمانت چې غواړي درکړو چې دغه وسلې به ريښتينو لاسونو کې وي. موږ مړه کېږو . لطفاً، موږ له نړيوالې ټولنې غواړو چې زموږ پراحساساتو پوه شي. موږ مړه کېږو، موږه کړېږو او ډېر ډېر خلک په القصير کې د مرگ انتظار باسي او پنځوس زر ه خلک به په چړو سره ووژل شي.

پر داسې يو مهال کې تاسو د جهاديانو په اړه له موږ نه پوښتنې کوي. زه نه پوهېږم. موږ په دې ډ ول پوښتنو نه پوهېږو. داډېره خطرناکه ده.

اوس حالات ډېر خطرناک دي. موږ داسې يوچا ته اړتيا لرو چې لاس مو ونيسي. که غواړي چې پوه شي چې وسلې سمو لاسونو ته ورشي، نو راشئ له موږ سره د جگړې په ډگر کې اوسئ".

د سوري حکومتي رسنۍ وايي چې ځواکونو يې د القصير هوايي ډگر بېرته نيولى او د ښار کلابندۍ يې لا تنگه کړې ده.

ورته مطالب