مريخ ته سفر د سرطان ناروغۍ خطرونه لري

Image caption د امريکا د فضايي ادارې " کيوریاسټي روور" هغه راډيواکتيفي وړانګې چې مريخ ته د رسېدو په اتو مياشتو کې يې له فضا څخه ترلاسه کړې وې، اندازه کړې دي.

د امريکا فضايي ادارې ناسا خبردارى ورکړى چې هغه ستور مزلي چې په راتلونکي کې د مريخ په هر ماموريت ځي، نو هلته به زښت زيات راډیو اکتيفي وړانګې واخلي چې ښايي په وجود کې يې د سرطان د وژونکې ناروغۍ د پرمختيا سبب شي.

مريخ د بشريت له لوري د فضا د څېړنې راتلونکې جبهه ده خو په اړه يې جدي روغتيايي خبرداری ورکړل شوی دی.

د امريکا د فضايي ادارې " کيوریاسټي روور" هغه راډيواکتيفي وړانګې چې مريخ ته د رسېدو په اتو مياشتو کې يې له فضا څخه ترلاسه کړې وې، اندازه کړې دي.

دا ساينس پوهانو ته اجازه ورکوي چې د هغو خطرونو اندازه ولګوي چې مريخ ته د ورته يو سفر پر مهال به ستور مزلي ورسره مخامخ کېږي.

دوى يا ستور مزلي به له لمر څخه د بېلو شويو زرو او فضايي زرو له بمبارد سره مخامخېږي چې د سرطان د وژونکې ناروغۍ د پرمختيا امکانات ډېروي او د عصبي او سترګو ځير ستونزې سبب کېږي.

د راډيو اکتيفي وړانګو دغه اندازه لاپسي ډېرېږي چې د ناسا په څېر ځيني فضايي ادارې وايي د اوس لپاره د منلو وړ دي.

څېړونکي وايي د دغو ستونزو څخه د ژغورنې يوازينۍ لاره دا ده چې مريخ ته د سفرونو وخت لنډ وي خو په دې برخه کې ستونزه دا ده چې اوسني توغندي شپږ مياشتې وخت نيسي چې مريخ ته رسېږي.

څېړونکي وايي نويو سيستمونو ته اړتيا ده چې د سفر وخت له مياشتو څخه اوونيو ته لنډ کړي.

په همدې حال کې ځينې خصوصي موسسې په راتلونکو لسو کلونو کې مريخ ته د سفرونو ژمنې کوي خو داسې فکر کېږي چې دوى به د خونديتوب له هغو محدوديتونو سره مخامخ نه وي چې حکومتي کمپنۍ او ستور مزلي ورسره مخامخ دي.

کېداى شي دوى په دې نظر وي چې د راډيو اکتيفي وړانګو د اخيستو په پرتله د وسايلو د پاتې راتلو له کبله د مرګ خطرونه ډېر وي.

ورته مطالب