روسیه کې سګریټ ضد قانون پلي کېږي

Image caption روسيه د نړۍ يو له هغو هېوادونو دى چې د سگرټو د څکولو کچه په کې خورا لوړه ده.

روسيه کې د تنباکو ضد يوى نوى قانون پلي کېږي. دغه قانون په عامه ځايونو کې د سگريټو پر څکولو ، بنديز لگوي. روسيه د نړۍ يو له هغو هېوادونو دى چې د سگرېټو د څکولو کچه په کې خورا لوړه ده .

۴۰ سلنه روسان سگرېټ څکوي چې دا په برتانيا کې د سگرېټ څکونو دوه برابره کېږي. د تمباکو د اعلانونو د بندولو او په ځينو ځايونو کې د سگرېټو پر څکولو دبنديز له لارې، نوى قانون به هڅه کوي چې په دې هېواد کې د سگرېټ څکونو دا شمېره کمه کړي.

د نوي قانون له مخې به اجازه نه وي چې کارځايونو او دفترونو، د اپارتمانونو، کورنو او ودانيو په زينو ، بسونو ، ټرينونو او د ميټرو تم ځايونو او هوايي ډگر د ننوتلو سيمو په ۱۵ مترۍ کې څوک سگرېټ ولگوي.

له اوس نه يوکال وروسته به په کافي گانو ، هوټلونو اورستورانټونو او لويو مغازو کې هم د سگرېټو لگولو اجازه نه وي.

قانون دارنگه د واټونو په وړو هټيو کې د سگرېټو خرڅول هم بندوېي چې ور سره به د سگرېټو بيې هم لوړېږي. خو اوس په دې هېواد کې دسگرېټو بيه ډېره ټيټه ده او تاسو کولى شي چې په څه باندې نيم پونډ سره د سگرېټو يو قوطی راونيسﺉ.

ورته مطالب