م م" النصره جبهه " د بندیزونو نوملړ کې شامله کړه

Image caption د سوري ياغيانو په منځ کې د توندلارو ډېريدا په پراخيدونکې توگه د امنيت شورا غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي.

ملگرو ملتونو امنيت شورا د سوريې اورپکه ډله "د النصره جبهه" د بنديزونو په خپل تور نوملړ کې شامله کړه، ځکه چې د نوموړي ډلې مشر تېره مياشت په څرگنده له القاعدې سره خپله وفاداري اعلان کړه.

د "النصره " جبهه د سوريې په کورنۍ جگړه کې د ياغيانو تر ټولو يو اغېزمن ځواک په توگه څرگند شوى، چې مشر يې تېره مياشت په ښکاره له القاعدې سره خپله وفاداري اعلان کړه.

کله چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا، ډله د بنديزونو په خپل نوملړ کې زياته کړه، نو په ځانگړي ډول عراق کې يې له القاعدې سره د النصر ه د اړيکو يادونه وکړه.

د امنيت شورا د دې گام پايله به داوې چې د النصره غړو شتمنۍ به کنگل کېږي، بهرته به سفر نه شي کولى او وسلې به نه شي ترلاسه کولاى.

برتانيا او فرانسې د امنيت شورا د القاعدې بنديزونو کمېټې ته په دې اړه وړانديز سپارلى و ، خو د امريکا متحده ايالتونو ان تېر کال، النصره د ېوې ترهگرې ډلې په توگه نومولې وه.

د دغې ډلې په وړاندې دغه گام د لوېديځو هېوادونو د هغو هڅو يوه برخه ده، چې غواړي د بشارالاسد په وړاندې د منځلارو مخالفانو جبهه پياوړي کړي.

د سوري ياغيانو په منځ کې د توندلارو ډېريدا په پراخيدونکې توگه د امنيت شورا غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي.

دیپلوماتان وايي، همدا د ملگروملتونو د عمومي اسامبلې له هغه پريکړه ليک څخه ملاتړ کم کړ چې د تاوتريخوالي له کبله يې د رژيم غندنه کوله او د سوري مخالفانو ستاينه.

خو له دې سره سره پريکړه ليک په غوڅ اکثريت سره تصويب شو .

ورته مطالب