احمدي نژاد د چورلکې له پېښې روغ رمټ وتلی

احمدي نژاد
Image caption ښاغلی احمدي نژاد تهران ته په یوه ګاډي کې ستون شوی، چې د وېبپاڼې په وینا "هېڅ زیان نه دی ورته رسېدلی".

د ایراني ولسمشر هغه الوتکه چې دی او یو پلاوی د یوه لوی تونل د پرانیستلو لپاره روان وو، له ستونزې سره مخامخ شوې، خو په سلامتۍ سره بېرته ځمکې ته ښکته شوې ده.

د ایران د ولسمشرۍ وېبپاڼې ویلي، چې په چورلکه کې ایرانی ولسمشر محمود احمدي نژاد او ورسره پلاوی و، چې د البرز په لوړو کې یې الوتکې ستونزه پیدا کړه، خو د پیلوټ په مهارت ټول سپاره په سلامتۍ سره ځمکې ته ورسول شول.

ښاغلی احمدي نژاد په چورلکه کې د هېواد تر ټولو یوه لوی تونل پرانیستلو ته روان و.

د ولسمشرۍ په وېبپاڼه کې راغلي، چې "دا پېښه د پروژې د پرانیستلو له ځایه لږ لیرې رامنځ ته شوې ده".

ښاغلی احمدي نژاد تهران ته په یوه ګاډي کې ستون شوی، چې د وېبپاڼې په وینا "هېڅ زیان نه دی ورته رسېدلی".

ویل کېږي، چې دا تونل د پلازمېنې تهران په شمالي مازندران ښار کې پرانیستل کېده.

چورلکې د البرز غرونو پر څوکه بېړنۍ ناسته کړې، خو د الوتکې د ستونزې د کیفیت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی نیسي، خو اوسنی ولسمشر محمود احمدي نژاد، چې د واکمنۍ دویم پړاو یې پای ته رسېږي، د اساسي قانون له مخې په ټاکنو کې د کاندیدېدا حق نه لري.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې په راتلونکې جولای کې ترسره کېږي، چې د محافظه کارانو له ډلې اته کاندیدان ورته ولاړ دي.

د قانون له مخې، د احمدي نژاد خسر، اسفندریار رحیم مشايي او پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني له کاندیدېدا لیرې شوي دي.

ورته مطالب