عراق وايي ''د القاعدې کیمیاوي وسله جوړوونکي یې نیولي''

تورن کسان
Image caption د عراق دفاع وزارت تورن کسان رسنیو ته وښودل.

عراقي چارواکي وايي د القاعدې يوه دسيسه يې راسپړلې، چې غوښتل يې د عراق د ننه په کې کيمياوي وسلې وکاروي، او پر دې سربېره يې اروپا او شمالي امريکا ته قاچاق کړي.

د عراق د دفاع وزارت وياند محمد العسکري وويل ۵ تنه وروسته له هغه نيول شوي استخباراتو يې د دريو مياشتو اوږدو کې فعاليتونه وڅارل.

العسکري ويلي پوځي استخباراتو يې ۳ کارځايونه راسپړلي چې د اعصابو غازو په ګډون کيمياوي توکي په کې جوړېدل.

ده وويل کيمياوی توکي له لرې کنټرولېدونکو ساتېرۍ الوتکو سره نیول شوي، چې په وينا يې د ۱.۵ کيلو مترو خوندي واټن نه د کيمياوي توکيو شيندلو کې کارول کېدې.

ده وويل ټولو نيول شويو کسانو پر دغې توطيې اعتراف کړی دی.

په بغداد کې د بي بي سي خبريال رامي رحيم وايي په داسې حال کې چې د عراق د دفاع وزارت دغه وياند د خپل هېواد پر ټلوزيون خبرې کولې د څلورو کسانو ويډيو هم ښوول شوې، چې سرونو ته يې تورې خلتې وراغوستل شوې وې.

باور دی په عراق کې القاعدې د توندلاريو جنګياليو يوازينۍ څانګه وي چې کيمياوي وسلې يې کارولې دي.

دغې ډلې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د خامو کلورينو ۱۶ بمونه الوځولي دي.

که څه هم د کلورينو تنفس کولو ډېری خلک ناروغ کړي، خو دغې کيمياوی مادې سره مخامخ کېدا له امله د مړينو راپورونه نه وو ورکړل شوي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو ویلي وو، امکان لريو چې د سارین په نامه غاز شاید د سوریې د مخالفانو له لوري د حکومت ضد جګړه کې سوریه کې کارول شوی وي.

په عراق کې د القاعدې شبکه هغه یوازېنی تنظیم دی، چې اوس پرې د کیمیاوي وسلو تور لګول شوی دی.

وړاندې د القاعدې شبکې ته د دوو داسې بریدونو د پړې ګوته نیول شوې وه، چې د چارواکو په وینا، په برید کې د کلور په نامه غاز کارول شوی و.

دا بریدونه د ۲۰۰۶ د اکتوبر او د ۲۰۰۷ د جولای میاشتو ترمنځ شوي وو، چې ۱۶ بمونه په کې کارول شوي وو.

هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي وو، که څه هم په بریدونو کې هېڅوک نه دي وژل شوي، خو سلګونه کسان یې د زهرجنو موادو له کبله مسموم شوي دي.

ورته مطالب