ترکیې کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ وډب

Image caption دې مظاهرو کې تر اوسه پورې سلګونه کسان ټپیان شوي.

ترکیې کې د حکومت ضد مظاهرو لړ کې په دریمه ورځ د استانبول په بسکتاس سیمه کې د اړودوړ پېښې شوې، چې تر اوسه د دې لړۍ تر ټولو ناوړه هغه بلل شوې دی.

د یکشنبې په ورځ دغه سیمه کې زرګونو خلکو د لومړي وزیر دفتر ته نژدې احتجاج وګړ، هلته یې د ډبرو په اېښودلو لارې وتړلې. له دې سره پولیسو د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه او اوبه یې وشېندلې.

له دې اخ وډب وروسته د سیمې جوماتونو، دکانونو او یوه پوهنتون کې په موقت ډول د ټپیانو د درملنې لپاره اسانتیاوې چمتو شوې.

استانبول کې د بي بي سي خبریاله لوییس ګرینووډ وايي څو زره کسانو د لومړي وزیر دفتر ته نژدې سیمه، بسکتاس کې مظاهر وکړه او لارو کې خنډونه جوړ کړل. د نوموړې په وینا د پولیسو له خوا د کارول شوي اوښکې بهوونکي ګاز شدت ډېر زیات و، چې له کبله یې یو شمېر مظاهره کونکي د ټوخي او استفراق په حال کې ولیدل شول.

له دې سره سره په پلازمېنه انقره او د هېواد په نورو ښارو کې هم لسګونو زرو کسانو احتجاجي مظاهرو کې برخه واخیسته.

دغه مظاهرې دوې ورځې مخکې هغه مهال پیل شوې، چې د حکومت له لوري، د یوه عامه پارک پر ځای د عثمانیه سلطنت دور بارکونه او په کې د یوه سوداګریز مرکز جوړولو پلان مخې ته راغی.

دې مظاهرو کې تر اوسه پورې سلګونه کسان ټپیان شوي او د ترکیې د کورنیو چارو وزیر معمر ګلیر په وینا، تر اوسه د دغه هېواد له ۶۷ ښارونو څخه له ۱۷۰۰ ډېر کسان نیول شوي، چې یو شمېر یې وروسته خوشي شول.

استنبول کې سلګونه مظاهره کونکو تکسیم ډګر کې یو ځای شول او احتجاج یې پیل کړ.

بل لور ته د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردګان، یو ځل بیا دغه مظاهرې یو غیر جمهوري عمل بللی، د نوموړي په وینا پرمختیايي پلان به پلي کړي. نوموړي پر ترکي اپوزېسیون تور پورې کړ، چې مظاهره کوونکي یې پارولي دي.

له دې مخکې د شنبې په ورځ نوموړي ویلي وو، چې پولیسو ، زور کارولو کې (تېروتنې) کړې او له مظاهره کوونکو سره یې د پولیسو د زور زیاتي په اړه د تحقیقاتو کولو ژمنه کړې وه.

ورته مطالب