درې برخې امریکايي کوژدې د انټرنېټ له لارې کېږي

Image caption څېړنه وايي، هغه کسان چې د ښوونځي یا پوهنتون له لارې معرفي شوي او ودونه یې کړي، تر ډېره اوږد او خوږ ژوند لري.

په امریکا کې یوې نوې څېړنې ښودلې ده، چې په دې هېواد کې تر درو ډېرې برخې کوژدې او د نجونو او ځوانانو ترمنځ پېژندګلوي د انټرنېټ له لارې کېږي.

دغه څېړنه وايي، هغه جوړه (مېړه او ښځه) چې د انټرنېټ له لارې یې کوژده او معرفت شوی وي، د هغو کسانو په پرتله ډېر خوشاله ژوند لري، چې له نورو لارو چارو یې کوژدې او ودونه کړي وي.

په دې څېړنه کې نژدې ۱۹۱۳۱ کسانو ګډون کړی، چې ټولو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ کلونو په منځ کې کوژدې او ودونه کړي دي.

په څېړنه کې ویل شوي، چې د انټرنېټ له لارې د نجلۍ او هلک پېژندګلوي د تلپاتې ژوند او ښو پایلو سبب ګرځي".

څوک ډېر خوشبخته دی؟

د شیکاګو پوهنتون د اروا پوهنې د څانګې مشر جان کاتشبیو په مشرۍ د دغې امریکايي څېړنې پایلو ښودلې ده، چې "داسې ثبوت مو وموند، چې د انټرنېټ له لارې تر پېژندګلوۍ وروسته کوژده او واده د خوښۍ ښې شېبې ور په برخه کوي".

په څېړنه کې دا هم ویل شوي،هغه کسان چې د انټرنېټ له لارې معرفي شوي او کوژدې یې کړې دي، عمرونه یې د ۳۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي.

څېړنې دا هم ویلي، د دغو کسانو کلنی عاید د هغو کسانو تر کلني عاید ډېر دی، چې له نورو لارو یې کوژدې او ودونه کړي.

په څېړنه کې ویل شوي، هغه میړونه چې په دفترونو کې کارونه کوي او د ملګرو یا انټرنېټ په مټ له نجونو سره معرفي شوي، ۲۲ سلنه جوړوي، خو هغه چې په ښوونځي یا پوهنتون کې له یو بل سره معرفي شوي، ۱۱ سلنه جوړوي، خو هغه پوښتل شوي، کسان چې د کورني معرفت له لارې یې ودونه کړي، ۷ سلنه جوړوي، او د کلیسا له لارې معرفي شوي کسان ۴ سلنه دي.

نو ایا په دوی ټولو کې څوک د خواږه ژوند څښتن دي؟

Image caption د ویلو ده چې په امریکا کې د مېړه او ښځې د جلا کېدو کچه د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېره ده.+

کله چې څېړونکو د هغو ودونو څېړنه وکړه، چې د زده کړې تر پای ته رسېدو وروسته مېړه او ښځه سره جلا شوي، دوی ومونده چې نژدې ۵.۶ سلنه جلا شوي کسان په لومړي سر کې د انټرنېټ له لارې له یو بل سره معرفي شوي وو، او ۷.۶ سلنه نورو بیا له نورو لارو سره پېژندلي وو.

په څېړنه کې هغه کورنۍ ډېرې خوشبخته او د خواږه ژوند څښتنې بلل شوې، چې په ښوونځي یا پوهنتون کې تر پېژندګلوۍ وروسته یې ودونه کړي، خو هغه چې د کورنۍ او یا په کاري ځایونو کې له یوبل سره معرفي شوي او ودونه یې کړي، د ژوند خوشبختي یې ډېره نه ده.

کاتشبیو وايي "هغه جوړه چې د انټرنېټ له لارې معرفي شوې، تر ډېره د اوږده ژوند تمه او نیت لري".

د ویلو ده چې په امریکا کې د مېړه او ښځې د جلا کېدو کچه د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېره ده.

ورته مطالب