د پاسورډ یادولو لپاره درمل کارول کېږي

Image caption له ګولۍ تېرولو وروسته به شعاعوې له بدنه بهر وځي.

تکنالوژي شرکت موټرولا د انټرنېټ کارونکو د پاسورډ هېرولو ستونزې هوارې ته یو عیر عاد ی حل موندلی. موټرولا یو الیکترونیکي ټاټو جوړ کړی، چې د انسان په پوستکي کې ننوځي. دغه ټاټو کې یو سرکټ موجود وي، چې پر مټ یې الې انسان پېژني.

دغه ټاټو تېره اونۍ د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې معرفي شو. د خبرې غونډې پر مهال یو وړاندیز دا و، چې د تجربې په توګه باید د انټرنېټ کارونکي پاسورډ په یوه کېپسول کې واچول شي او هغه یې له ستوني تېر کړي.

Image caption موټرولا د پاس ورډ ګولۍ اړوند تجربې کوي.

له وړاندیز سره سم د کېپسول له تېرولو وروسته به سګنلز( وړانګې) له بدنه بهر وځي.

د ماهرینو په وینا د کېپسول له خوړولو وروسته به د بېټرۍ په کارولو د کېپسول د چارچ کولو ته اړتیا نه وي، ځکه دا به دانسان له معدې اړین چارچ واخلي. خو موټرولا وايي دغه ګولۍ به ژر د خرڅلاو لپاره وړاندې نه کړي. موټرولا د پاس ورډ ګولۍ اړوند تجربې کوي.

ورته مطالب