ترکیې له ټپي شویو مظاهره کوونکو بښنه وغوښته

اردوغان
Image caption د ترکيې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي، چې له څلورو ورځو راهیسې روانې مظاهرې د (تُرک پسرلي) زیری نه دی.

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر بولینت ارینچ ویلي، هغه اصل احتجاجونه، چې د استانبول د یوه پارک بیا رغاونې په اړه وشول، د ده په وینا ( پر ځای او مناسب وو.) نوموړي له هغو کسانو بښنه وغوښته، چې د چاپېریال اړوند اندېښنو له کبله اخ و ډب کې ټپیان شول.

اوس له استانبول وروسته په پلازمېنې انقره او د ټولې ترکیې په نورو ښارونو کې د تاوتریخجنو مظاهرو لړۍ پنځمې ورځې ته داخله شوې ده.

ښاغلي ارینچ چې پلازمېنه انقره کې یې یوې خبرې غونډې ته وینا کوله، د استانبول غازي پارک د بیا رغونې ضد مظاهرو له مخکښو کسانو سره د خبرو وړاندیز هم وکړ.

د ترکيې په یو شمېر ښارونو کې له حکومت ضد احتجاجونو سره، د یوالي څرګندولو لپاره د دغه هېواد د خصوصي سکتور کارکونکو دوه ورځنی اعتصاب اعلان کړی.

کیڼ اړخه کارګر اتحادیه چې نژدې د ۲۴۰ زرو فعالانو استازیتوب کوي، پر حکومت د " حکومتي تروریزم " تور پورې کړی.

له پولیسو سره اخ و ډب او احتجاجونه د دوشنبې په شپې هم دوام درلود.

په سویلي ښار انتاکیا کې د ګورنر (والي) دفتر له احتجاج کونکو څخه د یوه بل کس مړینه تایید کړې ده.

د والي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۲۲ کلن عبدالله کومېرت، د نامعلوم کس په ډزو سخت ټپي شو، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

له دې مخکې د ترکي ډاکټرانو اتحادیې ویلي و، ۲۰ کلن محمد ایالیتاس هغه مهال ووژل شو، چې یوه ګاډي وواهه.

Image caption دغه مظاهرې اوس د استانبول د پارک په اړه نه دي، بلکې توند لاري عناصر اوس د دې مظاهرو مشري کوي. رجب طیب اردګان

د دوی په وینا دغه ګاډي مایس سیمه کې له اشارې سره له درېدو انکار وکړ او د احتجاج کونکو پر ګڼه ګوڼه ور وخوت.

بل لور ته د ترکیې لومړی وزیر ښاغلی رجب طیب اردګان مراکش ته په سفر تللی او ویلي دي، چې هېواد کې یې حالت په ښه کېدو دی.

د سې شنبې او چهار شنبې ورځو اعتصاب به د رسمي دولتي ادارو تر څنګ پوهنتونونه او ښوونځي هم اغېزمن کړي. په اعلامیه کې ویل شوي.

د جمهوریت مخه نیول

دغه کنفیدراسیون، چې د ۱۱ اتحادیو استازیتوب کوي، حکومت تورن کړ، چې د جمهوریت مخه نیسي:

"د سوله ییزو مظاهره کونکو په ضد دولتي زورزیاتی په داسې توګه دوام لري، چې د ولسی خلکو د ژوند خوندیتوب ته ګواښ دی."

بل لور ته د ترکيې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي، چې له څلورو ورځو راهیسې روانې مظاهرې د (ترک پسرلي) زیری نه دی.

د نوموړي په خبره:

"دغه مظاهرې توند لاري کسان پر مخ بیايي. مراکش ته له روانېدو مخکې یوې خبرې غونډې ته وینا کې نوموړي دغه څرګندونې وکړې. نوموړي په ترکي اپوزېسیون تور پورې کړ، چې خلک غولوي.

هغه وویل دغه مظاهرې اوس د استانبول د پارک په اړه نه دي، بلکې توند لاري عناصر اوس د دې مظاهرو مشري کوي. د اپوزېسیون ګوند سي ایچ پي زموږ معصوم خلک غولوي. هغه کسان چې دغه مظاهرې د ترکیې پسرلی پولي د ترکیې په اړه معلومات نه لري."

ترکیې کې د حکومت ضد مظاهرو لړ کې په دریمه ورځ د استانبول په بسکتاس سیمه کې د اړودوړ پېښې شوې، چې تر اوسه د دې لړۍ تر ټولو ناوړه هغه بلل شوې دی.

د یکشنبې په ورځ دغه سیمه کې زرګونو خلکو د لومړي وزیر دفتر ته نژدې احتجاج وګړ، هلته یې د ډبرو په اېښودلو لارې وتړلې. له دې سره پولیسو د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه او اوبه یې وشېندلې.

له دې اخ وډب وروسته د سیمې جوماتونو، دکانونو او یوه پوهنتون کې په موقت ډول د ټپیانو د درملنې لپاره اسانتیاوې چمتو شوې.

Image caption دغه کنفیدراسیون، چې د ۱۱ اتحادیو استازیتوب کوي، حکومت تورن کړ، چې د جمهوریت مخه نیسي.

استانبول کې د بي بي سي خبریاله لوییس ګرینووډ وايي څو زره کسانو د لومړي وزیر دفتر ته نژدې سیمه، بسکتاس کې مظاهر وکړه او لارو کې خنډونه جوړ کړل. د نوموړې په وینا د پولیسو له خوا د کارول شوي اوښکې بهوونکي ګاز شدت ډېر زیات و، چې له کبله یې یو شمېر مظاهره کونکي د ټوخي او استفراق په حال کې ولیدل شول.

له دې سره سره په پلازمېنه انقره او د هېواد په نورو ښارو کې هم لسګونو زرو کسانو احتجاجي مظاهرو کې برخه واخیسته.

دغه مظاهرې دوې ورځې مخکې هغه مهال پیل شوې، چې د حکومت له لوري، د یوه عامه پارک پر ځای د عثمانیه سلطنت دور بارکونه او په کې د یوه سوداګریز مرکز جوړولو پلان مخې ته راغی.

ورته مطالب