نواز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر و ټاکل شو

Image caption میا محمد نواز شریف به نن د دریم ځل لپاره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د لومړي وزارت د مقام لپاره له رایې شمېرل کېدو وروسته میا محمد نوازشریف د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

نوموړي له نوي ټاکل شوي پارلمان څخه ۲۲۴ رایې تر لاسه کړې. د هغه سیال کاندید او د تحریک انصاف ګوند مشر جاوید هاشمي ۳۱ رایې تر لاسه کړې او دغه راز د پیپلز ګوند مخدوم امین فهیم ۴۲ رایې تر لاسه کړي.

د پاکستاني پارلمان له ۳۴۲ څوکیو څخه د لومړي وزیر مقام تر لاسه کولو لپاره میا نواز شریف ۱۷۲ رایو ته اړتیا درلوده.

له لومړي سره ګومان کېده، چې نوازشریف به دغه مقام تر لاسه کړي، ځکه د یو شمېر خپلواکو کاندیدانو په شمول، جمیعت علما اسلام، جماعت اسلامي او ایم کیو ایم ګوندونو له مخکې د نوموړي د تایید اعلان کړی و.

د نواز شریف حکومت به له لومړۍ ورځې، له یو شمېر جدي ګواښونو سره مخامخ وي، چې په کې ناتوانه اقتصاد، توند لاري او پر قبایلي سیمو د امریکا ډرون بریدونه دي.

د بي بي سي خبریال الیاس خان په خپل رپوټ کې کاږي، نواز شریف به هڅه وکړي، تر هرڅه دمخه د خپل هېواد اقتصاد پر سم لوري بوځي او دغه راز امنیت او ثبات راولي.

دواړو ډګرونو کې به نوموړی اړ وي، چې داسې حالت کې سختې خو سملاسي پرېکړې وکړي، چې تر ډېره د پوځ کنترول حاکم دی.

نواز شریف غواړي، له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړي، خو د یو شمېر شنونکو په وینا واک ته له رسېدو سره سم به نواز شریف د پاکستاني پوځ په هغه لید لوري هم غور کولو ته اړ شي، چې په تېر کې دغه ټولې خبرې نابریالۍ وې، ځکه نو له هغو جهاديانو سره یوازې جګړه د حل لاره ده، چې پاکستان کې دننه وسله وال بریدونه کوي.

نواز شریف داسې مهال واک ته رسېږي، چې ناټو محاربوي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته چمتو والی نیسي او د طالبانو ضد جګړه مهم پړاو ته رسېدلې.

تېر کې میا نواز شریف پرلپسې د ډرون بریدونو ضد خبرې کولې، خو واک ته له رسېدو وروته به معلومه شي، چې نوموړی دې لړ کې څه ډول تګلاره غوره کوي.

تمه کېږي، چې د چارشنبې په ورځ د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته نوموړی د همدې ورځې په ماښام، د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري په وړاندې لوړه وکړي.

که څه هم پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف ګوندونو د نوموړي په وړاندې خپل کاندیدان درولي، خو ویل کېږي، دا به یوازې رسمي بڼه ولري، ځکه میا نواز شریف په اسمبلۍ کې څرګند اکثریت لري.

ورته مطالب