"د وردگو ولايت نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري"

Image caption په دغه ولايت کې چې پلازمېنې کابل ته خورا نژدې پروت دى ١٩٢ لومړني، ١٠٦ منځوي او ١٠٩ ليسې شته.

د افغانستان د وردگو ولايت والي عبدالمجید خوږیاڼی وايي سره له دې چې یوازې په سږني کال کې په دغه ولایت کې ١٠ ښوونځيو ته دوانۍ او ٤٦ نورو ته د احاطې دیوالونه منظور شوي خو بیا هم ٢٣١ ښوونځیو ته ودانۍ نه لري.

والي د ودانیو د جوړولو په برخه کې د مرکزي ادارې ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

په میدان وردګو ولایت کې دڅه باندې ١٣٩ زره هلکان او نژدې ٤٥ زره نجونې په زده کړو بوختې دي.

په دغه ولايت کې چې پلازمېنې کابل ته خورا نژدې پروت دى ١٩٢ لومړني، ١٠٦ منځوي او ١٠٩ ليسې شته.

دغه راز ٢٧ ديني مدرسې، نهه تخنيکي مسلکي او دالمعلمينونه هم شته دي.

د وردگو والي وايي دغه ولايت که څه هم د ښوونکو له پلوه ښه دي خو لا هم ٧٠٠ نورو ته اړتيا لري چې د گمارلو په لټه کې يې دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان چارواکي وايي چې د تعليم په ډگر کې يې خورا د پام وړ پرمختگ کړى دى.

اوس شاوخوا نهه ميليونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي چې تر بل هر وخت ډېر دي.

تېره اوونۍ د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وويل چې له شپږ ميليونه زيات افغان ماشومان ښوونځي ته د بېلا بېلو دلايلو له امله نه ځي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير ډاکټر فاروق وردگ دوه کاله وړاندې ويلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰۰۰ ښوونځي سمې ودانۍ نه لري، او دغه وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ په کال کې د شاوخوا ۵۰۰ ښوونځیو د رغولو وس لري.

دغه وزارت له بېلا بېلو هېوادونو د مالي مرستو د ترلاسه کولو په هڅه بوخت دى چې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي او د دوى په وينا نورې اسانتياوې يې برابرې کړي.

ورته مطالب