د ۱۶ افغانانو په وژنه تورن پوځي د جرم اعتراف وکړ

Image caption د رابرټ بیلز مدافع وکیل وايي موکل یې د وژنو له کبله پشیمان دی.

د ۱۶ ملکي افغانانو د وژنې په جرم تورن امریکايي پوځي، لومړي بریدمن رابرټ بېلز د مرګ له سزا د بچ کېدو لپاره منلې، چې جرم یې کړی.

رابرټ بېلز د چهار شنبې په ورځ ( د جون پنځمه) په لوی لاس د ۱۶ کسانو وژنه او ورسره نور تورونه ومنل. خو نوموړي د څېړنو د مخنیوي کولو تور رد کړ.

پر بېلز د وژنې ۶، د وژنې د هڅې ۶ او د برید ۷ تورونه لګېدلي وو. بېلز د ملکي کسانو وژنه ومنله او ویې ویل" په دې نړۍ کې د دې ډله ییزې وژنې لپار هېڅ معقول دلیل نه شته."

د هغه په وینا د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۱۱ مه ګهیځ وختي کندهار کې د امریکايي پوځ له یوې پوستې ووت او په نژدې دوو کلیو کې یې بریدونه وکړل.

یو منصفه پلاوی به اوس په دې اړه پرېکړه وکړي، چې ایا د بیلز عمري بند سزا به شونې شرطیه خوشي کېدل ولري که نه.

د اګست ۱۹ د نوموړي لپاره د سزا اورولو نېټه ټاکلې شوې ده.

د چهار شنبې په ورځ د محاکمې په پیل کې پوځي قاضي جیفري نینسي له رابرټ بیلز نه وپوښتل، چې دی ولې ځان ګناهکار بولي، باید توضیحات ورکړي.

عسکر د یوې لیکلې پاڼې له مخې داسې ولوستل:

"زه له "وې ایس پي" ووتم او نژدې کلي ته لاړم، چې الکوزی نومید. هلته مې په یوه کور کې یوه ښځه ولیده، چې اوس خبر شوم نیکمرغه نومېده. ما د نیکمرغې د وژلو هوډ وکړ او د وسلې په وسیله مې نیکمرغه ووژله. ښاغلیه، دغه کار کومه قانوني توجیه نه درلوده."

کله چې له هغه وپوښتل شول، ولې یې وژنې وکړې، نوموړي ځواب ورکړ:

"دا چې ما ولې دغه کسان ووژل، له هغه راهیسې تر اوسه یو میلیون ځله رانه دغه پوښتنه شوې، خو هغه وحشت ناکې کړنې چې ما تر سره کړې، هېڅ مناسب دلیل نه لري."

د رابرټ بیلز مدافع وکیل وايي موکل یې د وژنو له کبله پښیمان دی. قربانیان ماشومان او ښځې وې، چې ډېر یې په سرونو وېشتل شوي وو. یو شمېر جسدونه سوځل شوي وو.

د کندهار په دوو کلیو کې د دغه امریکايی پوځي له خوا د ملکي افغانانو وژلو قهرجنې مظاهرې وپارولې او د امریکا افغانستان اړیکې یې زیانمنې کړې.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

د یادونې ده چې له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هیڅ امریکايي پوځي نه دی اعدام شوی.

ورته مطالب