سوري پوځیانو جولان کنډو بېرته ونیو

Image caption له دې مخکې له یاغیانو سره له درنې جګړې وروسته حکومتي ځواکونه وتوانیدل، د جولان کنډو بېرته تر لاسه کړي.

د سوریې دولتي ځواکونو له یاغیانو سره له درنې جګړې وروسته په ګولان کنډو کنترول تر لاسه کړی.

بل لور ته اسراییلي پولې ته څېرمه قنیطرہ سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

له دې مخکې له یاغیانو سره له درنې جګړې وروسته حکومتي ځواکونه وتوانیدل، د جولان کنډو بېرته تر لاسه کړي.

د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې هغه مهال زور واخیست، چې د لبنان د حزب الله ډلې جنګیالو په مرسته حکومتي ځواکونو د القصیر ښارګوټی له یاغیانو څخه بېرته ونیو.

له تېرو دریو اونیو راهیسې د القصیر سرحدي ښار اوسېدونکي د سختې جګړې له کبله کلا بند وو.

له القصیر نښتې وروسته د سوریې په جګړه کې د حزب الله رول خورا څرګند شوی، چې له کبله یې سیمه کې فرقه ییز تاو تریخوالي په ډېرېدو دی.

په هغه اعلامیه کې چې د امریکا له لوري خپره شوې، له ایران او پلوي حزب الله څخه یې غوښتل شوي، چې باید له سوریې خپل جنګیالي وباسي.

بل لور ته نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د فرانسې له لوري ویل کېږي، چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال ډېرېدونکی ثبوتونه نړیواله ټولنه اړباسي، چې فعالیت وکړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي" موږ کولای شو، د بین المللي قوانینو په رڼا کې فعالیت وکړو. "

حزب الله د لبناني شیعه ګانو سیاسي او عسکري سازمان دی، چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د ایران په مالي مرسته رامنځ ته شو.

تېر ماښام د سوري حکومت مخالفینو د لبنان خاوره کې دننه بلبک سیمه په راکټونو ویشتلې، چې د حزب الله مرکز بلل کېږي.

د حزب الله جنګیالو برتانوۍ ورځپاڼې "د ټایمز" ته ویلي، چې القصیر نښته کې ۱۲۰۰ حزب الله جنګیالو برخه درلوده.

د حزب الله یوه مشر قومندان جاجي عباس ویلي:

"ودانۍ یوې بلې ته ډېرې نژدې وې، موږ په متر، متر کې د لټون پر ځای په هر سانتي متر کې د هغوی لټون کړی"

د هغه په وینا تر یوې اونۍ پورې په القصیر نښتې کې له برخې اخیستو وروسته ستون شوی.

" موږ دوی شمال لوري ته وشړل او بیا مو د نښه ګرو په مرسته په نښه کړل."

د سوریې د دولتي ټلیویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د القصیر په نښته کې یو شمېر یاغیان وژل شوي او یو شمېر نور یې تسلیم شوي دي.

نړیواله ټولنه سوریه کې د بحران ختمولو لپاره هلې ځلې کوي، خو روسیه او د امریکا متحده ایالات نه دي توانیدلي، د سولې خبرو لپاره یوه نېټه وټاکي.

د سوریې لپاره د عرب لیګ او ملګرو ملتو استازي لخضر براهیمي ویلي، نړیوال کنفرانس به د جون په ځای جولای میاشت کې را وبلل شي.

ورته مطالب