روسيه: ولادمير پوتين او ميرمن يې سره جلا شول

Image caption لودمېلا وايي ولسمشر پوتين داسې سړى دى چې په بشپړ ډول په خپلو چارو کې ډوب دى

د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتين او ميرمن يې لودمېلا پوتين د روسيې په دولتي تلويزيون کې څرگند شول او اعلان يې وکړ چې ۳۰ کلن گډ ژوند يې پاى ته ورسېد.

دوی دواړو وويل، چې دا يې گډه پرېکړه وه.

لودمېلا پوتين وويل، ډېر کم يې له يو بل سره ليدل او دواړو خپل بېل بيل ژوند درلود.

دا وايي د خلکو په وړاندې څرگندېدل يې نه خوښېده او دا هم ورته گران و، چې سفر وکړي.

هغې وويل، ولسمشر پوتين داسې يو سړى دى چې په بشپړ ډول په خپلو چارو کې ډوب دى.

خو د کريملين مشر وويل، ټول ژوند يې له خلکو او رسنيوسره تړاو لري،

چې د ځينو دا خوښېږي او د ځېنو نور بد اېسي، خو هغه وويل، چې له طلاق سره سره به له لودمېلاسره نژدې پاتې شي.

تردې وړاندې دواړه د کريملين په ماڼۍ کې د بالېت نڅا لېدلو ته ورغلل، خو دنندارې له لومړۍ برخې وروسته ووتل.

د طلاق د خبر پخلي د کلونو راهيسې هغه اوازې په حقيقت بدلې کړې چې د پوتين د کورنۍ ستونزې په اړه وې.

خو د روسانو لپاره د غه خبر له دې کبله ټکان ورکونکى دى چې هغوى له دې سره عادت نه دي چې مشران يې له خپلو ميرمنو بېل شي.

ورته مطالب