طيب اردوغان د مظاهرو د پای ته رسېدو غږ کړی

Image caption ښاغلي اردوغان پر مظاهره چیانو تور ولګاوه، چې هټۍ یې لوټ کړي او کاروبار ته یې تاوان اړولی دی

د ترکیې لومړی وزیر د شمالي افریقا له سفره په داسې حال کې هېواد ته راستون شوی، چې زرګونه پلویان یې د هرکلي لپاره راټول شوي وو.

د استانبول په هوايي ډګر کې دغه هرکلی ښاغلي اردوغان ته له یوې اوونۍ تاوتریخجنو مظاهرو وروسته، چې د ده د استعفی غوښتنه یې کوله، د لومړي ځل لپاره د ولسي ملاتړ اعلان دی.

په هوايي ډګر کې ښاغلي اردوغان پر مظاهره چیانو تور ولګاوه، چې هټۍ یې لوټ کړي او کاروبار ته یې تاوان اړولی دی.

ده راټولو شويو زرګونو ملاتړو ته د خبرو پر مهال وویل، چې مظاهرې باید ژر تر ژره پای ته ورسيږي:

"موږ هېچا ته اجازه ور نه کړو، چې په دې هېواد کې ناقانونه کړنې او ورانکاري وکړي، شخصي شتمنیو ته زیان واړوي او زموږ خلک وځوروي."

له دې سره هممهاله زرگونه احتجاج کوونکي د شمالي افريقا له سفره د ترکېې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د راستنېدو په درشل کې د استانبول ښار د تقسيم په ډگر کې راټول شوي دي.

احتجاج کوونکو د بيرغونو په رپولو سره شعارونه ورکول او له دندې يې د لومړي وزير داستعفی غوښتنه کوله.

دغه احتجاج کوونکي وروسته له هغه د تقسيم په ډگر کې راټول شول چې ښاغلي اردوغان وويل، حکومت به يې له څو ورځنيو سترو احتجاجونو سره سره استانبول کې د يوه پارک د رغونې له پلان سره پرمخ ولاړ شي.

هغه وويل، توندلاري له حکومتي ضدلاريونونو څخه چې تيره اوونۍ د چاپيريال ساتنې تر نامه پيل شول ناوړه گټه پورته کوي.

ورته مطالب