د ایران ټاکنې: د ایران ولسمشرۍ کاندیدانو پېژندنه

Image caption ایران کې ولسمشریزې ټاکنې د جون په ۱۴مه تر سره کېږي

ایران کې د نګهبان (ساتندویانو) شورا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ۶۰۰ کسانو د اتو نوماندانو کاندیدېدا ومنله.

هر هغه کاندید چې ډیرې رایې وګټي د ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای به نیسي. ایران کې د ټاکنو قانون له مخې ولسمشر احمدي نژاد نه شي کولي چې د درېیم ځل لپاره ځان کاندید کړي.

دغه ټاکنې د جون په ۱۴مه تر سره کېږي.

دلته تاسې د اتو منل شویو کاندیانو لنډه پېژندګلوي لوستلی شئ.

سعید جلیلي

Image caption د ښاغلي جلیلي ټاکنیز کمپاین، چې "د حیات طیبه کمپاین" په نامه یاد شوی، ځینې غړي یې د حزب الله ملاتړي دي.

په مشهد کې زیږېدلی سعید جلیلي ۴۸ کلونه عمر لري او د امام صادق له پوهنتون فارغ شوی دی. ښاغلی جلیلي د ایران د اسلامي جمهوریت له پېژندل شویو څېرو یو دی، چې له ۱۳۸۰ وروسته یې د یوې مودې لپاره د ایت الله خامنه اي د دفتر د روانو بهرنیو چارو د شنونکي په توګه کار کړی.

له ۱۳۷۶ کال یعنې د محمد خاتمي د حکومت له پیله نوموړی د ایران بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا د چارو د ادارې لومړی مرستیال و او له ۱۳۸۶ وروسته بیا د ایران د مذهبي مشر په ملاتړ د ملي امنیت د عالي شورا منشي وټاکل شو.

همداشان د ایران د مذهبي مشر له خوا د ایران او لوېديځ ترمنځ د ایران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه د ایران مرکچي هم وو.

د ښاغلي جلیلي ټاکنیز کمپاین، چې "د حیات طیبه کمپاین" په نامه یاد شوی، ځینې غړي یې د حزب الله ملاتړي دي.

محمد غرضي

Image caption غرضي د سپاه له بنسټګرو ګڼل کېږي، چې د انقلاب تر کامیابېدا وروسته د څلورو قومندانانو د یوې واک لرونکې ډلې غړی و.

۷۲ کلن محمد غرضي اصفهان کې زیږېدلی، او د تهران الکترونیک پوهنتون کې یې تر لسانس کچې زده کړې کړې. نوموړی د تېلو د وزیر او د اکبر هاشمي رفسنجاني د حکومت پرمهال د پست، تیلې فون او ټیلګراف د وزیر په توګه کار کړی دی.

غرضي د سپاه له بنسټګرو ګڼل کېږي، چې د انقلاب تر کامیابېدا وروسته د څلورو قومندانانو د یوې واک لرونکې ډلې غړی و.

همدارنګه د سپاه د ۱۲ کسیزه همغږي کوونکې ډلې غړی و.

نوموړی د "رسالت" ورځپاڼې له بنسټګرو ګڼل کېږي، چې دا په ایران کې د اصول پالنې تر ټولو مخکنۍ ورځپاڼه بلل کېږي. هغه د تهران ښار د شورا د لومړۍ دورې غړی و.

ښاغلی غرضي له فارس خبري اژانس سره په یوې تازه مرکې کې ویلي چې "نه ګوند لرم نه کمپاین او نه پیسې، چې تبلیغات وکړم. زما شتمنۍ یوازې زما ۶۰ کلنه تجربه ده، چې په ګڼو حکومتي پوستونو کې مې دا تجربه ترلاسه کړې ده".

محسن رضایي

Image caption ښاغلي رضایي په ۱۳۸۴ کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کاندید شو، خو له رای اچولو دوې ورځې مخکې له ټاکنیزو سیالیو په شا شو.

۵۹ کلن محسن رضايي مسجد سلیمان کې زیږېدلی او د تهران اقتصاد پوهنتون کې یې تر دوکتورا کچې پورې زده کړې کړې دي. هغه د سپاه مخکنی قومندان و، او اوسمهال د نظام د مصلحت د ټولنې منشي دی.

تر ۱۳۷۶ وروسته د دغې ټولنې منشي وټاکل شو، چې دغې ډلې ته د هغه ورتګ سیاست ته د سپاه پاسداران د پوځي کسانو د ورتګ په مانا وو.

په ۱۳۷۸ کال کې له تهرانه پارلمان ته کاندید شو، خو بریالی نه شو.

په ۱۳۸۴ کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کاندید شو، خو له رای اچولو دوې ورځې مخکې له ټاکنیزو سیالیو په شا شو.

د ایران د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال بیا ولسمشرۍ ته کاندید شو. د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو وروسته، ښاغلي رضايي د ټاکنو په پایلو کې د درغلیو په اړه خبري غونډه جوړه کړه، او اعلان شوې رایې یې رد کړې، خو دا چې ایت الله خامنه اي د اعتراض خلاف راپورته شو، رضايي هم خپله نیوکه بېرته واخیسته او ارام شو.

ښاغلی رضايي د خپل سیاسي حضور پرمهال له یوې خوا د اصلاح غوښتونکو په منځ کې ځان منځلاری ښود، او له بل پلوه یې د ښي اړخو دودپالو په پلوۍ فعالیت کاوه.

علي اکبر ولایتي

Image caption ولسمشرۍ ته دغه ولاړ کاندید ژمنه کوي، که ولسمشر شي، په سلو ورځو کې به د پیسو پړسوب او د بیو لوړېدل کنټرول کړي.

علي اکبر ولایتي د "د پرمختګ لپاره ایتلاف" یا "ایتلاف ۲+۱" د غړو غلام علي حداد عادل او محمد باقر قالیباف ترڅنګ و.

هغه د ماشومانو ډاکټر دی او په شهرستان کې زیږېدلی. ښاغلی ولایتي د یوه محافظه کار په بڼه پېژندل شوی او ډېری کتونکي هغه ته د ایران د مذهبي مشر په سترګه ګوري.

نوموړی د محمد خاتمي د واکمنۍ پرمهال په نړیوالو چارو کې د هغه سلاکار شو، چې لاهم پر دغې دندې کار کوي او د ایت الله خامنه اي له نژدې کسانو څخه دی.

نوموړی د نړیوالې "اسلامي ویښتابه" د ټولنې سرمنشي دی.

ولسمشرۍ ته دغه ولاړ کاندید ژمنه کوي، که ولسمشر شي، په سلو ورځو کې به د پیسو پړسوب او د بیو لوړېدل کنټرول کړي.

محمد باقر قالیباف

Image caption محمد باقر قالیباف دا مهال د تهران ښاروال دی.

۵۲ کلن محمد باقر قالیباف مشهد کې زیږېدلی او د "تربیت مدرس" پوهنتون کې یې د سیاسي جغرافیې دوکتورا ترلاسه کړې ده. نوموړی وړاندې د خاتم الانبیاء د قرارګاه قومندان و، د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو قومندان شو، او د نظم ساتنې د قومندان دنده یې هم مخته وړې ده.

دا مهال نوموړی د تهران ښاروال دی.

نوموړی د علي اکبر ولایتي او غلام علي حداد عادل ترڅنګ د "پرمختګ لپاره ایتلاف" غړی دی.

نوموړی د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شو، چې د محمود احمدي نژاد له سختې سیالۍ سره تر مخامخېدا وروسته یې ماتې وخوړه.

د ولسمشرۍ د دویم پړاو پرمهال د محمود احمدي نژاد او د ښاروالۍ او حکومت ترمنځ اختلافونه سخت شول او د ښاغلي قالیباف پلوو رسنیو نوموړی د حکومت یوه تر ټولو ډېر سخت ګوتنیوونکی اعلان کړ.

په وروستیو کلونو کې، ځینې کتونکي په دې نظر وو، چې ښاغلی قالیباف شاید د منځلارو محافظه کارانو په ملاتړ احتمالي کاندید شي، خو دا اند وروسته تر هغو نوموړي رد کړ، چې د اکبر هاشمي رفسنجاني او اصلاح غوښتونکو پرضد یې څرګندونې وکړې.

محمد رضا عارف

Image caption نوموړی اوس د نظام د مصلحت د تشخیصولو د ټولنې غړی دی.

۶۲ کلن محمد رضا عارف په یزد کې زیږېدلی، د استنفورډ پوهنتون کې یې د برېښنا برخه کې دوکتورا اخیستې، د تهران پوهنتون ریاست یې کړی. د خاتمي د واکمنۍ پرمهال د پست، تیلګراف او تیلې فون وزیر تېر شوی، او د خاتمي په حکومت کې د هغه لومړی مرستیال او د پروګرام جوړونې د ادارې د رییس په توګه یې کار کړی دی.

نوموړی اوس د نظام د مصلحت د تشخیصولو د ټولنې غړی دی.

شاید د اصلاح غوښتونکو نیوکې د دې لامل شوې وي، چې ښاغلی عارف د ټاکنو په رانژدې کېدو سره ورو-ورو، پر واکمنو روحانیونو خپلې نیوکې تېزې کړي.

ښاغلی عارف د ایران د اتومي انرژۍ په اړه پر روانو خبرو نیوکې کړې او وايي چې "د اتومي پروګرام په باب خبرې لانجمنې شوې دي، خو دا چې اتومي دوسیې سیاسي شوې دي، باید سیاسي حل ورته ولټوو او دا به زموږ په ګټه وي چې دې مسالې ته ژر حل ومومو".

حسن روحاني

Image caption نوموړی د ایران پارلمان په څلورمو او پنځمو دوره کې وکیل و.

۶۵ کلن حسن روحاني سمنان کې زیږېدلی، د کلدونیان ګلاسکو پوهنتون سیاسي حقونو له څانګې دوکتورا لري، د ملي امنیت د عالي شورا مخکنی منشي تېر شوی، د پارلمان په څلورمو او پنځمو دور کې وکیل و.

په ۱۳۷۸ کال کې د کارپوهانو غړی و، او له ۱۳۷۰ کال راهیسې د نظام د مصلحت تشخیصولو د ټولنې غړی دی.

ښاغلي روحاني د احمدي نژاد د حکومت پر پروګرامونو نیوکې کړې دي، او د هېواد سیاسي وضعیت یو کال وړاندې نوموړی دې ته اړ کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنیزو سیالیو ته راووځي.

هغه ویلي که چېرې اکبر هاشمي رفسنجاني د ټاکنو د وروستي پړاو کاندید شي، له سیالۍ به په شا شي.

غلام علي حداد عادل

Image caption نوموړی په ۱۳۵۸ کال د ارشاد مرستیال وزیر و

۶۸ کلن غلام علي حداد عادل تهران کې زیږېدلی، د تهران پوهنتون کې د فلسفې دوکتورا لري، د فارسي ژبې او ادب د فرهنګپالو د رییس او پارلمان کې له تهرانه څلور ځلې وکیل ټاکل شوی، او د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د جګپوړي سلاکار په توګه یې کار کړی.

نوموړی په ۱۳۵۸ کال د ارشاد مرستیال وزیر و له ۱۳۶۱ تر ۱۳۷۲ پورې یې د پوهنې د وزیر په توګه کار کړی. بیا وروسته د فارسي ژبې او ادب د فرهنګپالو رییس ټاکل شوی او د پارلمان په دیارلس کلن تاریخ کې له ۱۳۸۳ تر ۱۳۸۷ پورې د پارلمان رییس پاتې شوی.

د ایت الله خامنه اي زوی مجتبی خامنه اي د هغه زوم دی.

ورته مطالب