جرمني تر ۲۰۱۴ وروسته هم افغانستان کې پوځيان پرېږدي

ګیدو وسټروله
Image caption ګیدو وسټروله وايي هېواد یې افغانستان کې ټیکاو راتلو او ادراي فساد ختمېدو ته لېواله دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې هېواد یې تر ۲۰۱۴ کال او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو پرېکړه کوي.

ګیدو وسټروله وویل، پوځيان به یې پلازمېنه او د هېواد په شمالي برخو کې مېشت شي.

جرمني اعلان کړی چې تر ۲۰۱۴ وروسته به یې هېواد په افغانستان کې د ۶۰۰ او ۸۰۰ ترمنځ جرمني پوځيان افغانستان کې پرېږدي.

ګیدو وسټروله کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره یوې خبري غونډې ته وویل، جرمني پوځيان به د هېواد پلازمېنه کابل او شمالي برخو کې مېشت شي.

ښاغلي وسټروله تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د جرمني پر همکاریو ساتلو ټینګار وکړ او وویل چې "موږ اعلان کوو، چې افغانستان کې خپل ۶۰۰ یا ۸۰۰ سرتېري پرېږدو او ددغه هېواد له پراختیايي او ټیکاو راوستو کې مرسته وکړو. دغه پوځيان به کابل کې وي، خو زموږ ټینګار دا دی چې شمالي سیمو کې هم خپل پوځيان مېشت کړو".

تر دې وړاندې ښاغلی وسټروله له ولسمشر حامد کرزي سره د سولې، راتلونکو ټاکنو او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د جرمني پر اړیکو غږېدلی و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له بیارغونې، د قانون د تطبیق په چاره کې، د مدني ټولنو ملاتړ او له ادراي فساد سره د مبارزې په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

اټکل دی، چې ښاغلی وسټروله به مزار شریف ښار ته هم سفر وکړي او په بلخ کې به د جرمني کونسلګرۍ ته هم ورشي.

په مزار شریف کې نړیوال هوايي ډګر د جرمني او متحده عربي اماراتو له خوا په مرسته شویو نژدې ۶۹ میلیون یورو رغول شوی دی.

جرمني دا مهال افغانستان کې ۴۲۰۰ سرتېري لري، چې ډېر یې د هېواد په شمال کې مېشت دي.

د ۲۰۱۴ کال په رانژدې کېدو سره، د ناټو هغه غړي هېوادونه، چې افغانستان کې سرتېري لري، افغان ځواکونو ته د بشپړ امنیتي لېږد چارې ګړندۍ کوي.

ورته مطالب