م م، سوريې ته دمرستې لپاره ډېرې پېسې غوښتې دي

Image caption د ملگروملتونو اټکل دادى چې د سوريي لس ميليونه خلک چې د دې هېواد د وگړو سم نيمايي کېږي، د روان کال ترپايه به مرستو ته اړتيا ولري.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي، هرو درېو سوريايانو کې يو يې بشري مرستو ته اړتيا لري او د جنورۍ او اپريل ترمنځ موده کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوى چې په خپله سوريه کې له خپلو سيمو بيځايه شوي دي.

اوس د سوريې په گاونډيو هېوادونو ترکيه، اردن او لبنان کې د سوري کډوالو شمېر يو نيم ميليون کسان دي چې سازمان وايي د روان کال ترپايه به دغه شمېره درې اعشاريه پنځه ميليونو ته ورسېږي.

له لويه سره د ملگرو ملتونو اټکل دادى چې د سوريې لس ميليونه خلک چې د دې هېواد د وگړو سم نيمايي کېږي د روان کال ترپايه به مرستو ته اړتيا ولري.

د سازمان د ماشومانو دملاتړ اداره يونېسيف وايي په دې کې به نژدې څلورميليونه يې ماشومان وي. د بشري چارو لپاره دملگرو ملتونو يوې چارواکې وليري اموس جينوا کې يوه خبرې کنفراس ته وويل، دروان کال لپاره سوريه کې د اړمنو لاس نيوي لپاره درې ميليارده ډالرو ته اړتيا ده.

" موږ سوريې ته دمرستې په موخه خپله تر ټولو لویه غوښتنه وکړه. زه هيله لرم ،چې نه به اړوځو چې بيا ورته غوښتنه وکړو . خو د ٢٠١٣ کال لپاره څلور اعشاريه څلور بیليونه ډالر غواړو . دا زموږ د ټولو هغو غوښتنونو چې له افغانستان څخه نيولې ترسوماليا پورې د ۱۶هېوادونو لپاره مو کړې دي، له نيمايي ډېرېږي. د هغو هېوادونو له سخاوته مننه کوو چې له جنورۍ نه تر اوسه پورې يې زموږ غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورکړ او پېسې راکړې. د خپلو تېرو دوو اپيلونو په نتيجه کې مو يو اعشاريه ۲۴ بیليونه ډالر ترلاسه کړي دي او د دې معانا داده چې د دې کال ترپايه پورې نورو درې اعشاريه يو بیليون ډالرو ته اړتيالرو . "

خو د ملګرو ملتونو يوشمير مرسته کوونکي هېواونه د بودېجې له کسر سره مخامخ دي او سرچينې يې محدودې دي.

په همدې حال کې پر هغو هېوادونو هم نيوکه شوې چې سوريې ته د مرستې په موخه د ملگروملتونو تېرو اپيلونو ته يې خپلې کړې ژمنې نه دي ترسره کړي. بل لور ته يوشمير هېوادونه جگړه ځپلو ته د مرستې پر ځاى هغو خلکو ته د مرستې ډېر ليواله دي چې طبیعي ناورينونو ځپلي وي.

ورته مطالب