د ایران ۲۰۱۳ ولسمشریزې ټاکنې، مهم لارښود

په داسې حال کې چې د اوسي ایراني ولسمشر محمود احمدي واکمنۍ ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره منډې ترړې ډېرې شوې دي.

دلته ځینې داسې لارښود چمتو شوی، چې د تېرو ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله په کې څه-ناڅه بدلون تر سترګو کېږي.

ولې د ایران دا ټاکنې ډېرې مهمې دي؟

Image caption د روانې جون پر ۱۴ به رای اچوونکي د خپلې خوښې د ولسمشرۍ کاندید ته رایه ورکوي

د روانې جون پر ۱۴ به رای اچوونکي د خپلې خوښې د ولسمشرۍ کاندید ته رایه ورکوي، انګیرنې دا دي که چېرې د احمدي نژاد د پلویانو تله درنه شي، شاید د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلانېدا وروسته بیا هم معترضین دغه پایلې ونه مني او لارو کوڅو ته راووځي.

خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې شاید دا ځل د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته پرې نه ښودل شي.

دا ځل د ایران ټاکنې د امریکا او اروپايي اتحادیې له بندیزونو سره هم مهاله شوې دي، چې دا د ایران د راتلونکې ادارې او حکومت لپاره ډېره مهمه موضوع ده، په تېره بیا د ایران د اتومي پروګرام پرسر ناندریو او د احمدي نژاد په مشرۍ د ادارې سرتمبه ګۍ د دغه هېواد اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړی دی.

که له یوې خوا ظاهراً لوېديځ- په تېره بیا امریکا او اروپايي اتحادیه – له ایران سره دښمنانه چلند کوي، بل پلو د ایران ګاونډي اسراییل هم د ایران نابودۍ ته اېښې ده، او دې فرصت ته څک ناست دی، چې کله به اسراییلو ته پر ایران د برید اجازه ورکول کېږي.

د منځني ختيځ، په تېره بیا سوریې ناامنیو هم پر ایران منفي اغېز کړی، له یوې خوا ایران په سوریه کې د خپلو شیعه ګانو تقویې او واکمن نظام د پاتې کېدو لپاره خپله هېڅ راز همکاري او مرسته نه سپموي، بل خوا وېره لري، که چېرې لبنان کې د دوی پلوي جنګیالي حزب الله وځپل شي او د سوریې نظام ړنګ شي، شاید تر ټولو ډېر ایران ترې ډېر اغېزمن شي. بېرته پورته

محمود احمدي نژاد ولې بیا ولسمشر کېدو ته نه دی کاندید شوی؟

Image caption احمدي نژاد، چې د واکمنۍ دویم پړاو یې پای ته رسېږي، د اساسي قانون له مخې په ټاکنو کې د کاندیدېدا حق نه لري

د ایران د قانون له مخې یو کس یوازې دوه دورې د ولسمشر دنده تر سره کولی شي. د جون په ۱۴مه به رایه ورکوونکي د احمدي نژاد ۸ کلنې دورې ته پای ټکی کېږدي.

کله چې په ۱۹۷۹ کې د اسلامي انقلاب وروسته ایت الله روح الله خمیني واک ته ورسید، ایران د لسو کلونو لپاره ولسمشر او لومړی وزیر دواړه لرل.

د ۱۹۷۹ کال د اساسي قانون له مخې، ستر مذهبي مشر د دولت او ولسمشر د حکومت مشر ګڼل کېږي.

عبدالحسن بني صدر تر انقلاب وروسته لومړی ولسمشر و، چې د ۱۹۸۰ کال په جنورۍ کې وټاکل شو، خو لږ وروسته د پارلمان له خوا استیضاح او بیا د اخوندي حکومت د چپه کولو د دسیسې په تور تبعید شو.

له بني صدر وروسته، محمد علي راجا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو نوموړی او د هغه لومړی وزیر ډېر ژر له منځه یووړل او ووژل شول.

د ۱۹۸۱ کال په اکتوبر کې، اوسنی ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ایران په ۱۹۸۹ کال د لومړي وزیر پوست له منځه یووړ.

په ۱۹۸۹ کال د خمیني له مړینې وروسته، خامنه اي د پارلماني ماهرینو له خوا د ستر مذهبي مشر په توګه انتخاب شو.

کله چې هغه واک ته ورسېد، د واکمنۍ پرمهال یې له درېیو ولسمشرانو سره کار کاوه: معاصر اکبر هاشمي رفسنجاني، اصلاح غوښتونکی محمد خاتمي او سخت دریځه محمود احمدي نژاد. بېرته پورته

په ټاکنو کې څوک درېدلی شي؟

Image caption د شورا نګبان مشري د ایت الله احمد جنتي په غاړه ده.

هر هغه بالغ کس چې ایرانی الاصله وي او د ایران تابعیت ولري، د خپلې تذکرې په درلودو سره له ځینو پاسپورټ سایز عکسونو او یو لړ لومړنیو اسنادو سره تهران کې د کورنیو چارو وزارت ته په ورتلو ولسمشرۍ ته ځان کاندیدولی شي. خو په حقیقت کې هرڅوک په دې کې ګډون نه شي کولای.

شورای نګبان (ساتندویانو شورا) د ایران په سیاست کې یوه ډیره اغیزمنه ډله ده. دمګړۍ په دغه ډله کې ډیری محافظه کاران دي. په دغه ډله کې ۶ غړي د ستر رهبر لخوا ګمارل شوي او ۶ نور یې د قضایي سیستم لخوا د پارلمان په تایید ورغلي.

دا هغه ډله ده چې د کاندیدانو پر شرطونو او غوښتنو رپوټ چمتو کوي.

دوی ټاکي چې کاندید باید څرنګه ښه سیاسي شالید یا بګرونډ ولري، خپل هېواد ته وفاداره وي او د ایران د اسلامي جمهوریت مروج مذهب او بنسټ پالنې اصولو ته تابع وي.

د بېلګې په توګه په ۲۰۰۹ کال کې، له ۴۷۶ ثبت شویو نوماندانو یوازې څلورو کاندیدانو ته په ټاکنو کې د کاندیدا اجازه ورکړل شوه، او ګڼ مخکني چارواکي بې کفایته وښودل شول.

سږ کال، په رسمي توګه د نوم لیکنې بهیر د تېرې مې پر ۷ پیل شوه او د مې پر ۱۱ پای ته ورسېد.

ویل کېږي چې د ۶۸۶ کسانو له منځه چې د ممکنو نوماندانو په توګه يې نومليکنه کړې وه، شورای نګبان يوازې ۸ تنو ته په سيالۍ کې د درېدو لار هوراه کړې ده.

دوی په دغه کسانو کې علي اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفنديار رحيم مشايي چې مخورې څېرې بلل کېږي هم له سيالۍ ايستلي.

ښاغلی رفسنجانی يو داسې نوماند ګڼل کېده، چې کېدی شي د اصلاح غوښتونکيو ملاتړ وګټي او اسفنديار رحيم مشايي د تلونکي ولسمشر محمود احمدي نژاد نژدې ملګری دی. بېرته پورته

رای اچونه به څرنګه وي؟

Image caption ایران کې د افغانستان په څېر د ټاکنو لپاره ځانګړی کمیسیون نه شته دلته د ټاکنو ټولې چارې د کورنیو چارو وزارت سمبالوي

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د تبلیغاتو او ټاکنیزو منډو ترړو لپاره ایله درې اوونۍ وخت ورکړل شوی و، چې په پام کې ده د روانې جون پر ۱۴ دغه ټاکنې وشي.

په ایران کې د رای اچوونکي لپاره د ۱۸ کلنۍ عمر ټاکل شوی، که چېرې د ټاکنو په لومړي پړاو کې کوم کاندید بریالی نه شي، نو په دویم پړاو کې دوه هغه کاندیدان پخپلو کې سره سیالي کوي، چې تر نورو هغو یې رایې ډېرې وي.

ایران کې د افغانستان په څېر د ټاکنو لپاره ځانګړی کمیسیون نه شته، ایران کې د ټاکنو بهیر او بیا د رای شمېرنې او اعلانېدو ټول بهیرونه د کورنیو چارو وزارت له لوري د اداري شورا تر څارنې لاندې ترسره کېږي. بېرته پورته

ایا مهم ګوندونه او چلوونکي یې څوک دي؟

Image caption له ۶۸۰ کسانو نه یوازې د دغو اتو کسانو کاندیدا منل شوې ده.

د ګڼو ښځو په ګډون، تر ۶۸۰ ډېر کاندیدان د سږنیو ولسمشریزو ټاکنیزو سیالیو ته راوتلي وو، له دغو کسانو یوازې د اتو کاندیدا ومنل شوه خو تیر ته په کتو سره داسې امکان هم شته چې یو کاندید له ټاکنو مخکې له سیالۍ نه لاس پر سر شي.

د هېواد ستر سیاستوال دغې سیالۍ ته راوتلي، چې د اصلاح غوښتونکو ونډه په کې څرګنده ده.

رفسنجاني او احمدي نژاد سره نژدې ایتلافیان دی او داسې هم ښکاریده چې رفسنجاني د هېواد د اصلاح غوښتونکو په منځ کې ډېر مینه وال لري خو شورا نګبان د دې کاندیدا رد کړه.

د ایران اتومي درېیمګړی سعید جلیلي بیا د ایران د ستر مذهبي مشر ملاتړ له ځانه سره لري.

دغه نوم لیکنه کې د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف په ګډون نورې څېرې او د پارلمان مخکنی مشر غلام علي حداد عادل او د خامنه اي جګپوړی سلاکار او علي اکبر ولایتي هم شامل وو.

د انقلابي ګارد مخکنی قومندان محسن رضايي هم ټاکنو ته ولاړ دی. دغه سیاستوال تر هغو پورې رسماً نه وو کاندید شوي، خو د نګبان شورا یې کاندیداتوري لا له وړاندې اعلان کړې وه. بېرته پورته

زرغون خوځښت څنګه شو؟

Image caption ایران کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې لاهم سلګونه فعالین په زندانونو کې دي

دغه خوځښت د ۲۰۰۹ ټاکنو پرمهال او بیا وروسته د چوپې خولې سیاست غوره کړی و. میر حسین موسوي او مهدي کروبي، چې د زرغون خوځښت په مشرتابه کې راځي، او په تېرو ټاکنو کې یې ګډون کړی و، لاهم په کورونو کې نظر بند دي.

د سیاسي مخالفانو له سترګو د سږکال ټاکنې بیا هم د قانون په چوکاټ کې نه ترسره کېدونکې اټکلېږي، دغه نظربند سیاسي مخالفان تل د بشري حقونو او سیاسي تبلیغاتو چیغې وهي، خو له زرغون خوځښت سره یوځای شوي اصلاح غوښتونکو تر اوسه له ټاکنو سره بایکاټ یا د خپلو اصلاح غوښتونکو د کاندیداتورۍ اعلان نه دی کړی.

رفسنجاني شاید د اصلاح غوښتونکو تر ټولو د باور کاندید وي. د هغه د مشرتابه په نشتوالي کې، زرغون خوځښت شاید دغه خوځښت ته ګرانه وي، چې د راتلونکو کلونو لپاره خپل ځان سره یو او خپله تګلاره اعلان کړي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې لاهم سلګونه فعالین په زندانونو کې دي، ځینې یې محکوم شوي، ګڼ خبریالان هم د ایران په زندانونو کې پراته دي، چې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې ایران د نړۍ د هغو هېوادونو د لست په سر کې دی، چې تر ټولو ډېر په کې د خبریالانو پرفعالیتونو محدودیت لګول شوی. بېرته پورته

تر ټاکنو وروسته به احمدي نژاد څه کوي؟

Image caption ویل کېږي په وروستیو کلونو کې د خامنه اي او احمدي نژاد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي دي

له دې سره په تړاو چې څوک به ټاکنې ګټي، احمدي نژاد راتلونکی بدلېدونکی اټکل شوی.

که چېرې نوی ولسمشر د هغه مخالف سیاستوال وي، د ګڼو شنونکو په اند له احتمال پرته به احمدي نژاد د پردې ترشا بیا هم په حکومت کې خپل واک ولري او شاید د دې لپاره خپله مبارزه ټینګه وساتي چې نفوذ له لاسه ورنه کړي.

خو که چېرې د خامنه اي ملاتړ او پر هغه پورې تړلی کس بریالی شي، شاید احمدي نژاد څنډې ته کړای شي.

خامنه اي دوه کاله وړاندې هغه مهال د احمدي نژاد ملاتړی و، چې د مشايي په باب د دوی ترمنځ لوی درز رامنځ ته شو.

د خامنه اي مخکني محافظه کاران وايي د احمدي نژاد مخکنی لوی درستیز او نژدې ملګری هڅه کوي چې د ملت پالنې د پلوي په پلمه د مذهبي مشر عظمت کمزوری کړي. بېرته پورته

د اتومي پروګرام موضوع به څرنګه کېږي؟

Image caption ايران د يوه فعال اټومي پروگرام د چلولو په اړه خپلې هيلې له چا نه دي پټې کړي

د احمدي نژاد واکمنۍ کې د ایران اتمي فعالیتونه له بې ساریو نړیوالو نیوکو سره مخامخ و.

امریکا او اروپايي اتحادیې په تېرو دوو کلونو کې پر ایران ګڼ اقتصادي بندیزونه ولګول.

د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلاب راهیسې داسې شکونه ډېرېدونکي وو، چې ګني ایران د پوځي موخو لپاره پروګرامونه په پام کې نیولي.

ایران وايي اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي، خو بیا یې هم د یورانیمو د بډاینې لپاره فعالیتونه جاري ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د یورانیمو د بډاینې د درولو شپږ پرېکړه لیکونه اعلان کړي.

د ایران اتومي پالیسي په اصل کې د خامنه اي او د هغه د ځواکمن انقلابي ګارد له خوا کنټرولېږي، خو نوی ولسمشر لکه څرنګه چې د خامنه اي واکمنۍ ښودلې ده، له لوېديځ سره د کړکېچونو د کمولو په اړه ډېرې هڅې کولای شي. بېرته پورته

ایا بندیزونه به څه اغېز ولري؟

Image caption د ځینو بندیزونه له امله تیرکال د ایران ریال ډېر راټیټ شو

امریکا او اروپايي اتحادیه د ایران پر تېلو اقتصادي بندیز لګولی، چې تهران ته یې څو میلیارد ډالر زیان اړولی.

همدارنګه، له نړیوال بانکي سیستم څخه د ایراني اقتصادي بنسټونو اړیکي غوڅ شوي او هغه کسان او بنسټونه ګواښل شوي، چې له ایراني بانکونو سره راکړه ورکړه لري.

وروستۍ ستونزې ښکاري چې د ایران-عراق تر جګړې وروسته د ایران پر اقتصادي برخه ډېر ناوړه اغېز کړی، چې تر ټولو ډېره د ایران پیسه ترې اغېزمنه شوې ده.

د ایران ریال تېرکال ډېر راټیټ شو، خو سږ کال چې نور بندیزونه پرې ولګول شو، خپل ارزښت یې نژدې نیمايي له لاسه ورکړ، همدا وو چې د اساسي توکیو بیې یې ډېرې لوړې شوې دي.

پر ایران د امریکا او لوېديځ بندیزونو په ناقصدي ډول په عادي وګړو اغېز وکړ، لکه په ایران کې د ژوند د ژغورنې د درملو د کمښت جدي ستونزه رامنځ ته کېدل چې دا مهال سلګونه زره ایرانیان د اړینو درملو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي. بېرته پورته

ورته مطالب