یمن کې د القاعدې د ۷ غړو د وژل کېدو ادعا شوې

Image caption القاعدې ۲۰۱۱ کې د علي عبدالله د واکمنۍ په کمزوري کېدو سره یمن کې خپل نفوذ پراخه کړ.

د یمن په شمالي الجوف ولایت کې غالباً د څارګرې الوتکې په توغندیز برید کې لږترلږه د القاعدې شبکې اووه غړي وژل شوي.

ویل کېږي، چې دغه کسان د تېرې یکشنبې په ورځ (جون نهمه) وژل شوي.

د قبایلو یوې سرچینې ویلي، په برید کې یو ګاډي د الجوف ولایت په خب الشعف سیمه کې په نښه شوی، چې له سعودي عربستان سره ګډه پوله هم لري.

دوی زیاتوي چې په وژل شویو کې څلور یمنیان او درې نور د سعودي اورپکي دي، چې مړي یې سوځېدلي دي.

عیني شاهدانو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د برید هدف خب الشعف سیمه کې هغه ګاډی و، چې دغه کسان په کې سپاره وو او درې توغندي پرې توغول شوي.

د امریکا څارګرې الوتکې په ګڼو هېوادونو کې له القاعدې او سخت دریځو وسله والو سره د جګړې د یوه تکتیک په توګه له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي.

تر ډېره دغه الوتکې د پاکستان په وزیرستان او قبایلي سیمو کې بریدونه کوي.

القاعدې شبکې په ۲۰۱۱ کې په یمن کې د مخکني ولسمشر علي عبدالله پرضد له پاڅونونو وروسته د حکومت له کمزوري کېدو په ګتې اخیستو سره هلته خپل نفوذ پراخه کړ او د دغه هېواد په سوېلي او ختيځو سیمو کې یې خپل جنګیالي ځای پرځای کړل.

خو د یمن پوځ په ۲۰۱۲ کال کې له خپلې خاورې د القاعدې شبکې د زیاترو غړو په شړلو وتوانېدل، چې دا مهال هم د هېواد په ختيځ کې د القاعدې شبکې پرضد جنګېږي.

ورته مطالب