د ایران ولسمشریزې ټاکنې: مسائل او اختلافات

د روانې جون پر ۱۴مه ایران په خپل تاریخ کې د تر ټولو ډېرو بحراني ټاکنو له کېدو سره مخامخ دی.

د تېرو ۲۰۰۹ کال ټاکنو پایلو په تعقیب په دې هېواد کې د رایو او د درغلیو د ادعاوو له کبله مظاهرې پر تاوتریخوالي واوښتې، چې سلګونه زره کسان د حکومت له لوري ونیول شول او ګڼ نور ووژل شول.

څلور کاله وروسته، لاهم د تېرو ټاکنو دوه کاندیدان په کورونو کې نظر بند دي، سلګونه سیاسي فعالین لاهم په زندانونو کې دي او ګڼ هغه تورن د محاکمې په انتظار دي، چې پر مظاهره کوونکو یې د خپلو ټوپکو خولې ور اړولې او وژلي یې دي.

د تېرې مې پر ۲۳، د شورای نګهبان (ساتندویانو شورا) ټول ۱۲ غړي د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي له خوا وټاکل شول، چې بیا وروسته دا هم په ډاګه شوه چې په سږنیو ټاکنو کې کومو کاندیدانو ته د کاندیداتورۍ اجازه ورکول کېږي.

د اسلامي جمهوریت لپاره، چې د اخوندانو او پارلماني سیستم له لوري مخته وړل کېږي، دغو ټاکنو ته د قطعي اثبات په سترګه ګوري، په دې مانا چې د قانوني کېدو سیستم به ثابتېږي.

ګوندونه

Image caption د احمدي نژاد او خامنه اي ترمنځ وروسته ترهغه اختلاف پیدا شو چې ولسمشر د کابینې ځینې وزیران له دندو ګوښه کړل

په تېرو دوو لسیزو کې د لومړی ځل دی چې د دوو مهمو ګوندونو پر ځای څلور ګوندونه په دې ولسمشریزو ټاکنو کې سیالي کوي.

دودیزه محافظه کاران: د دغې ډلې غړي تر ډېره د مذهبي مشر له مدرسې سره نژدېوالی لري، او ګڼ وګړي یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته لېوالتیا لري.

که چېرې د پارلمان مشر علي لاریجاني، د مذهبي مشر ستر سلاکار علي اکبر ولایتي او یا د تهران ښاروال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ وای، دوی به شاید د دودیزه محافظه کارانو استازیتوب کړی وای.

دغه ډله د دولتي بنسټونو پر ډېره برخه کنټرول لري او د حکومت په بنسټ کې ډېر پیاوړی واک لري. د ولسمشر محمود احمدي نژاد په اړه باور دی، چې نوموړی له دغې ډلې سره تر دوه کاله مخکې هغې مودې پورې تړلی و، کله چې د نوموړي او د مذهبي مشر ترمنځ پر یو لړ موضوعاتو اختلاف رامنځ ته شو.

ښي اړخي: محمود احمدي نژاد او د هغه ملګري، چې له واکه لیرې کېږي، اوس له دې ډلې سره تړلي دي چې له ایت الله خامنه اي سره هم نژدې اړیکي لري، خو د احمدي نژاد او خامنه اي ترمنځ وروسته ترهغه اختلاف پیدا شو، چې ولسمشر د کابینې ځینې وزیران له دندو ګوښه کړل.

له مذهب پالو نظریو سره د ولسي خلکو ګوند په اړه ګڼ خلک فکر کوي، چې ولسمشر احمدي نژاد تل هڅه کوي، چې ګوند او ملګري یې په قدرت کې پاتې شي. هغه دا هڅې هم کړې، چې د خپل ښي لاس پر سړي اسفندیار رحیم مشايي فشار راوړي، چې بالاخره ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړي، چې په دې سره غواړي د روسیې تجربه تکرار کړي، دا سې چې ولادیمیر پوتین او دیمتري مدویدیف د واک په شریکولو کې سره ملګري وو.

منځلاري: د دغې ډلې غړي پر مخکني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني راغونډ شوي. معمولاً غړي یې له هغو تکنوکراتانو تشکیل شوي، ازاد اقتصاد او معاصره بهرنۍ تګلاره غواړي.

په وروستیو کلونو کې، دوی له اصلاح غوښتونکو سره ډېر نژدې شوي دي. د ایران د اتومي چارو مخکنی درېیمګړی حسن روحاني هم د دغې ډلې غړی دی.

اصلاح غوښتونکي: ویل کېږي چې د دغې ډلې غړي د رژيم له زړه راوتلي دي. د دې ډلې تر ټولو ډېر مهم غړی مخکنی ولسمشر محمد خاتمي دی. اصلاح غوښتونکي معمولاً د نورو ډلو د غړو په پرتله تر ډېره معاصر سیاستوال دي. د مخالفانو مشر میر حسین موسوي او مهدي کروبي دواړه دا مهال په کورونو کې نظربند دي.

دوی هم د دغې ډلې غړي دي. په وروستیو اوونیو کې، د نومیاليو اصلاح غوښتونکو یوه غړي پر ښاغلي خاتمي غږ وکړ، چې ټاکنو ته ودرېږي، خو په عام ډول نوموړي د خپل ځان یا د بل کاندید د ملاتړ څرګندونې ونه کړې.

که چېرې ښاغلی خاتمي د کاندیدېدا پرضد وای، شاید د دغې ډلې نورو غړو له فرصته ګټه اخیستې وای.

بهرني تګلاره

Image caption که چېرې راتلونکی ولسمشر دې ته لېواله وي، چې له امریکا سره تازه خبرې پیل کړي، دا به د هغه له صلاحیته وتلې پرېکړه وي

اتومي پروګرام: د ایران اتومي پالیسي هم د ملي امنیت د تګلارې په څېر ده، چې نه یوازې د ولسمشر له خوا یې په اړه پرېکړه کېږي، بلکې د مذهبي مشر هم لوی لاس په کې لیدل کېږي.

خو د ولسمشر عمومي بهرنی سیاست له لوېديځو هېوادونو سره د دې موضوع او خبرو په اړه مستقیماً اغېز لرلای شي. ځینې شنونکي په دې اند دي چې په وروستیو کې د قزاقستان الماتا ښار کې د اتومي لانجې پر سر د خبرو ناکامي له دې کبله وه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د ایران راتلونکی ولسمشر څوک وي او د اتومي پروګرام په اړه به یې هماغه مخکنۍ پالیسي وي او که به بدلون یا نرمښت په کې راولي.

شاید په سوله ییز چاپېریال کې د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدل مذهبي مشر ته لا ډېر واک او ځواک ورکړي. که چېرې ګټونکي له بېلابېلو ډلو بریالي شي، مذهبي مشر به په کور د ننه له لا ډېرو کورنیو موضوعاتو سره بوخت شي.

له امریکا سره خبرې: د امریکا او ایران ترمنځ د ناباورۍ له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې، ځینې کسان داسې ګومان کوي چې ولسمشریزې ټاکنې شاید د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب وګرځي.

خو که چېرې راتلونکی ولسمشر دې ته لېواله وي، چې له امریکا سره تازه خبرې پیل کړي، دا به د هغه له صلاحیته وتلې پرېکړه وي او شاید د مذهبي مشر ډېر ملاتړ ته اړتیا ولري.

عمومي نظر

د ایران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه عمومي نظر سره وېشلی دی. تبصرې کوونکي تر ډېره له لاندې پنځو ډلو سره تړاو لري، له دې کبله په دې ځان پوهول ستونزمن دي، چې په ولس کې به د دوی مخالفان څوک وي:

د رژيم ملاتړي

دا هغه خلک دي، چې له رژيم سره یا له اقتصادي پلوه او یا هم له نظریاتي اړخه د واکمن نظام له محافظه کارانو سره تړلي دي. دوی معمولاً د دولت له خوا په جوړېدونکو غونډو او مارشونو کې ګډون کوي او تر ډېره یې د خوښې کاندید مذهبي مشر او یا هم د هغه ملاتړی کس دی.

د احمدي نژاد ملاتړي

هغه خلک چې د احمدي نژاد ملاتړي کاندید ته رایه ورکوي، له دې ډلې ګڼل کېږي؛ ځکه چې دوی د خلکو ملاتړ او ولسي ګوند ته اړتیا لري او د مذهبي مشر له ملاتړ هم برخمن دي.

اصلاح غوښتونکي

دا هغه کسان دي، چې وايي په اوسني رژیم کې د دیموکراتیکې فضا رامنځ ته کول ممکن دي. دوی په هر راز وضعیت کې پر سیاسي ګډون باور لري.

دوی داسې یوه چا ته رایه ورکول غواړي، چې د اصلاحاتو راوستلو لپاره تر ټولو ډېره څرګنده تمه او تګلاره ولري.

پرېکون کوونکي

دغه ډله د پخوا په پرتله اوس ډېره د لوړې کچې د رای اچونې چوکاټ تاییدوي. ګڼو غړیو یې مخکنیو ولسمشریزو ټاکنو کې اصلاح غوښتونکو کاندیدانو ته رایې ورکړې.

خو حکومت یې په "غلا" تورن کړ، چې ګني د دوی رایې یې غلا کړې او ځان یې بریالی اعلان کړ.

دوی وايي، یوازې هغه مهال رایه ورکوي، چې میر حسین موسوي او مهدي کروبي له نظربنده خوشي شي، او په همدې صورت کې رڼې ټاکنې ترسره کېدای شي.

ځیرک رای اچوونکي

د دغه تعریف له مخې، سر له اوسه د جون تر ۱۴ پورې موده کې هر راز رامنځ ته کېدونکې پېښې د دغې ډلې پر پرېکړې اغېز کولای شي، چې ایا ټولو ته به رایې ورکړي او که به دوی چا ته رایې ورکړي.

که څه هم دا څرګنده ده، چې پر ایران اقتصادي بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړی، دا د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته په ډېر حساس وخت کې تر ټولو ډېرې مهمې ټاکنې ګڼل کېږي.