"نوي ویزا قوانین د کورنیو غړي سره بیلوي"

Image caption دغه پارلماني ډله غواړي، چې د نویو قوانینو په باب باید په ازادانه توګه بیا کتنه وشي.

د برتانوي پارلمان د غړو په یوه رپوټ کې ویل شوي، له اروپا پرته له نورو هېوادونو څخه برتانیا ته د راتلونکو کډوالو لپاره د نویو قوانینو له کبله کورنۍ جلا کېږي. رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۰ له جولای راهیسې د لږ تر لږه عاید شرط اضافه شوی، چې له کبله یې زرګونه غیر اروپایان نه شي کولای خپل د ژوند ملګري برتانیا ته راولي.

دغه رپوټ د ټولو ګوندي پارلماني ډلې له لوري چمتو شوی.

د رپوټ له مخې یو شمېر ماشومان له خپل مور او پلار څخه جلا شوي دي. خو بل لور ته د کورنیو چارو وزارت وايي دغه اقدام ځکه شوی، چې کډوال پر برتانوي مالیه ورکونکو تاوان نه شي.

د هغه قانون له مخې، چې د ۲۰۱۲ په جولای کې پلي شو، هر هغه برتانوی، چې غواړي خپل غیر اروپايي ژوند شریک/ شریکه برتانیا ته وغواړي، باید ثابته کړي، چې ۱۸۶۰۰ پاونډه عاید لري.

له دې سره که د یوه ماشوم راوستل غواړي، باید ۲۲۴۰۰ پاونډه کلنی عاید ولري او دغه راز د هر بل ماشوم له زیاتوالي سره د عاید کچه هم ۲۴۰۰ پاونډه زیاته شوي ده.

د دې رپوټ لپاره د داسې ۱۷۵ کورنیو په باب څېړنه شوې، چې له دې قانونه اغېزمنې شوې دي. دغه پارلماني ډله غواړي، چې د نویو قوانینو په باب باید په ازادانه توګه بیا کتنه وشي او لږ تر لږه عاید باید نور هم لږ شي.

د هغو کورنیو له غړو څخه چې په باب یې څېړنه شوې، ۴۵ کورنیو ویلي، چې د لږ تر لږه عاید شرط نه پوره کولو له کبله له خپلو ماشومانو څخه بیل شوي دي. یوه قضیه کې د برتانوي خاوند غیر اروپايي مېرمن له خپل مېړه او دوو ماشومانو څخه بیله شوې.

د هغې یو زوی د پنځو میاشتو و، چې د مور شیدې یې رودلې. د برتانوي حکومت له اټکل سره سم، هر کال به ۱۸ زره برتانویان د ژوند له ملګرو او یا ماشومانو څخه د لږ تر لږه عاید شرط نه پوره کولو له کبله جلا شي.

ورته مطالب