"داسې ژوند نه غواړم چې هر قول او فعل مې ثبت شي"

Image caption اېډورډ برتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي، چې د مې میاشتې په ۲۰ هانګ کانګ ته لاړ او هلته یې ځان په یوه هوټل کې ایسار کړ.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د هغه سړي نوم افشا کړی، چې د امریکايي حکومت له لوري یې د ټیلیفون او انټرنیټ له لارې د څارنې پروګرام په اړه معلومات افشا کړل.

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په رپوټ کې د دغه سړي نوم اېډورډ سنوډن یاد شوی، چې ۲۹ کلن دی او د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې پخوانی تخنیکي مرستیال دی.

دغه وخت نوموړی له دفاعي قراردادي بوزالن هېملټن سره په دنده بوخت دی.

د ورځپاڼې په وینا د اېډورډ نوم د همده په غوښتنه افشا شوی. اېډورډ برتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي، چې د مې میاشتې په ۲۰ هانګ کانګ ته لاړ او هلته یې ځان په یوه هوټل کې ایسار کړ.

"زه نه غواړم، داسې یوې ټولنې کې ژوند وکړم، چې دغه ډول کارونه په کې کېږي، نه غواړم داسې یوه نړۍ کې ژوند وکړم، چې زما هر قول او فعل په کې ثبت کېږي."

د یادونې ده، برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین یوه رپوټ کې ویلي و، چې ګواکې د امریکا ملي څارګره اداره، په پراخه کچه د انټرنیټ او ټیلیفون څارنه کوي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي وو، د څارګرې ادارې د دې پروګرام له مخې د خلکو شخصي ویډیوګانې، انځورونه او برېښنالیکونه کتل کېږي، چې یو شمېر خاص خلک په نظر کې وساتل شي.

له دې وروسته دامریکا د ملي امنیت ادارې مشر جیمز کلیپر منلې وه، چې حکومت له انټرنیټي خدمتونو وړاندې کونکو کمپنیو څخه د مشتریانو د خبرو اترو ریکارډ تر لاسه کوي، خو نوموړي ویلي و، د معلوماتو تر لاسه کولو د پالیسي هدف (یوازې بهرنیان) دي.

د ګارډین په وینا، کله چې له اېډورډ نه وپوښتل شول، چې د ځان په اړه څه ډول محسوسوي، نو ځواب یې و، چې " ډېر ښه نه"

د اېډورډ په وینا هانګ کانګ ته ځکه لاړ، چې د ده په وینا هلته د بیان د ازادۍ حق شته.

د یادونې ده، چې ولسمشر اوباما د دې پروګرامه دفاع وکړه ویې ویل، چې حکومت یې د خوندیتوب او امنیت تر منځ مناسب انډول ساتلی. د اوباماپه خبره این ایس اې پروګرام، کانګریس منلی او د پټې څارګرۍ اړوند د کانګریس کمېټې د دې پروګرام پرله پسې څارنه کوي. نوموړی وویل:

"له دې امله سل په سلو کې امنیت نه درکول کېږي، خو سله په سلو کې خوندیتوب لرﺉ."

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د امریکا څارګرې ادارې د انټرنیټ د نهو لویو کمپنیو له سرورنو د مشتریانو اړوند معلومات په مستقیم ډول تر لاسه کوي.

دې کمپنیو کې فېس بوک، یوټیوب، سکایپ، ایپل، پال ټاک، ګوګل، مایکروسافټ او یاهو هم شامل دي.

د دې رپوټونو له خپرېدو وروسته د ورلډ وایډ ویب(www) پنځونکي سرټیم برنرز د پرزم پروګرام په باب ناراضي وښووله، ویې ویل د امریکا د حکومت دغه اقدام د بنسټیزو بشري حقونو سر غړونه ده.

نوموړي د انټرنیټ له کارونکو وغوښتل، چې شخصي توګه هم په دې اړه غږ پورته کړي او احتجاج وکړي.

بل لور ته د فېسبوک موسس مارک زکربرګ او د ګوګل څښتن لیری پیج، امریکايي څارګرو ادارو ته د مشتریانو د معلوماتو له ورکولو انکار وکړ. له دې مخکې یاهو او ایپل هم خپلو سرورنو ته د څارګرو ادارو لاسرسی رد کړی و.

ورته مطالب