"د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ خبرې نه کېږی"

Image caption دواړو خواوو نن (سې شنبې په ورځ) د خبرو لپاره د چاواکو لیستونه سره تبادله کړل خو هوکړې ته سره ونه رسیدل چې څوک دې په خبرو کې برخه واخلي له همدې امله خبرې نه ترسره کېږي.

سویلي کوریا ویلي چې له شمالي کوریا سره خبرې چې په پام کې وه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي نه کېږي.

د تېرې دوشنبې په ورځ دواړه خواوې سره سلا شوې چې د ګډو اقتصادي پروژو په موخه به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي دوه ورځنۍ غونډه کوي.

خو اوس له غونډې یوه ورځ دمخه سویلي کوریا ویلي دواړو خواوې ونه توانېدل چې د خبرو لپاره پر پلاوو سره سلا شي.

د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ دغه خبرې له څو میاشتني کړکیچ وروسته پلان شوې وې.

دواړو خواوو نن (سه شنبه د جون ۱۱مه) د خبرو لپاره د چارواکو نوملړونه سره تبادله کړل خو هوکړې ته سره ونه رسېدل.

خبرې رسنیو د سویلي کوریا د یوه چارواکي له خولې ویلي شمالي کوریا خوښ نه و چې د دوی یو چارواکی په خبرو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې څه باندې پنځه کاله وړاندې د دواړو هېوادونو چارواکي سره غږېدلي وو.

سره له دې چې د سویلي کوریا یوه دولتي چارواکي ویلي چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۲مه) به د شمالي کوریا له چارواکو سره خبرې نه کېږي دا څرګنده نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه خبرې چې د سویلي کوریا په پلازمېنه کې پلان شوې وې ځنډول شوې او که به هیڅ نه ترسره کېږي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې شمالي کوریا دریمه اتومي ازموینه وکړه چې ترې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خړې شوې.

شننونکو د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره اړین بللي.

ورته مطالب