"اسراییل پاکستان ته وسلې ورکوي"

Image caption د پاکستان پوځ د بریتانیا د حکومت او یوې اسراییلۍ ورځپاڼې هغه رپوټ رد کړ چې وايي په تېرو پنځو کلونو کې اسراییلو پاکستان او څلورو عربي هېوادونو ته وسلې صادر کړي دي.

د یوې اسراییلۍ ورځپاڼې او د بریتانیا د حکومت په یوه رپوټ کې پاکستان ته له اسراییلو نه د پوځي توکو او مهماتو له استولو پرده پورته شوې ده.

رپوټ وايي اسراییلو په تېرو پنځو کلونو کې پاکستان او څلورو عربي هېوادونو مصر، الجزایر، مراکش او متحده عربي اماراتو ته وسلې او نور پوځي توکي صادر کړي دي.

په دغو توکو کې د رادار سیستمونه، د جټ جنګي الوتکو ماشینونه، د الوتکو پرزې او ځیني نور توکي شامل دي.

پاکستان چې حتا له اسراییلو سره دیپلوماتیکي اړیکې هم نه لري دغه رپوټ په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګه وايي د بریتانیا د حکومت په رپوټ کې ناسمې ادعاوې شوې چې په وینا یې هیڅ حقیقت نه لري.

خو یوه اسراییلۍ ورځپاڼه وايي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې بریتانیا له اسراییلو نه یو لړ پوځي توکي واخیستل چې وروسته یې ځینې پاکستان ته صادر کړل.

دا ورځپاڼه وايي اسراییلو په ۲۰۱۰ کال کې پاکستان ته د وسلو استولو اجازې هم غوښتې وه.

د رپوټونو له مخې پاکستان چې خپلې ډیرې وسلې له چین نه اخلي په اسیا کې د وسلو اخیستل په برخه کې درېیم ځای لري. په دې کتار کې هند اول ځای لري.

ورته مطالب