د ۲۰۱۳م کال ټاکنې: یو روحاني او اوه نور کاندیدان

د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د روحانیونو د شتون له پیله، د ۱۱ دورې پر مهال د پخوا په پرتله د روحانیونو شمېر لږ وو. له لومړۍ او دویم ځلې ټاکنو پرته چې د ایران د اسلامي جمهوریت موسس ایت الله خمیني روحانیون په اجرایوي قوې کې له برخې اخیستو منع کړي وو، په وروستیو پړاونو کې ګڼ شمېر روحانیون په ټاکنیز ډګر کې ولیدل شول.

لومړۍ او دويمه دوره: له روحانيونو پرته

د لومړۍ دورې پر مهال د معممو (د بګړۍ څښتنانو) په نه شتون کې لس غیر معمم چې د ژوند د بيلا بېلو اړخونو اړوند وو، د ټاکنو وروستي پړاو ته ورسېدل.

د جمهوري اسلامي ګوند، یو شمېر موسسین او د مرکزي شورا غړو، چې د ایران نفوذ درلودونکي روحانیون او ایت الله خمیني ته نژدې کسان، لکه محمد بهشتي، اکبر هاشمي رفسنجاني، عبدالکریم موسوي اردبیلي، محمدجواد باهنر او علي خامنه اي، وو له کاندید جلال الدین فارسي څخه يې ملاتړ وکړ، خو له هغه وروسته، چې ښاغلی فارسي د ایراني الاصله نه کېدو له امله لاس پر سر شو، دغه ګوند د حسن حبیبي ملاتړ اعلان کړ.

دویمه دوره هم د روحانیونو له شتون پرته تر سره شوه. له دوی نه ډېرو د محمد علي رجايي او ابوالحسن بني صدر تر منځ د سخت اختلاف پر مهال د ښاغلي رجايي ملاتړ وکړ.

درېیمه دوره: یو څلور

د ښاغلي رجايي د ولسمشرۍ موده تر يوې مياشتې زياته نه شوه. په يوه چاودنه کې د هغه وژل کېدل، يو ځل بيا له وخته مخکې د ټاکنو لامل شول. د جمهوري اسلامي ګوند عمومي منشي او د پارلمان غړى د لومړني روحاني شخصيت په توګه په ټاکنو کې برخه واخيسته او له دريو نورو کانديدانو سره په خورا څرګند توپير، د رايو په غوڅ اکثريت تر لاسه کولو، يانې( ٩٥ سلنه) سره يې د ايران د دريم ولسمشر مقام تر لاسه کړ.

څلورمه دوره: يو دريمه

د ټاکنو په څلورمه دوره کې هم ښاغلي خامنه اى د دريو نورو کانديدانو په شمول يوازيني روحاني شخصيت و، چې د ټاکنو لپاره کانديد و. دغه ځل هم د نوموړي کوم پياوړى سيال پيدا نه شو او په خورا اسانۍ يې دغه مقام بيا تر لاسه کړ.

پنځمه دوره: د کانديدانو سم نيمايي

په پنځمه دوره کې، چې ټاکنې د ايت الله خميني له مړينې وروسته تر سره شوې، اکبر هاشمي رفسنجاني، چې ايران کې د اسلامي جمهوريت له پيله يې د پارلمان رياست کاوه، د دويم روحاني شخصيت په توګه يې ځان د جمهوري رياست لپاره کانديد کړ. هغه په ټاکنو کې يوازې يو سيال کانديد ( عباس شيباني ) درلود او هغسې چې تمه کېده، بريالى شو. نوموړي ٩٤ سلنه رايې تر لاسه کړې او په دې توګه د ايران څلورم او دويم روحاني شخصيت و، چې ولسمشر شو.

شپږمه دوره: يو څلورم

د ١٣٧٢ کال په ټاکنو کې که څه هم ښاغلي هاشمي د پخوا په پرتله يو څه پياوړى سيال( احمد توکلي) درلود، خو وتوانېد، په اسانۍ سره اکثريت رايې وګټي او يو ځل بيا د ولسمشرۍ مقام تر لاسه کړي. خو دغه ځل د پخوا پرتله د هغه رايې په خورا څرګند ډول لږ شوې او د لومړي ځل لپاره يو ولسمشر له ٧٠ سلنه هم لږ رايې تر لاسه کړي.

اوومه دوره: درې څلورمه

په اوومه دوره کې لومړى ځل د ولسمشرۍ لپاره د روحاني کانديدانو شمېر له يوه ډېر شو. علی اکبر ناطق نوري، محمد خاتمي او محمد ری‌شهري درې د ولسمشرۍ لپاره ولاړ کانديدان وو، چې روحانيون بلل کېدل. دغه ټاکنې په ١٣٧٦ کې وشوې، چې د محمد خاتمي په برياليتوب سره پاى ته ورسېدې. د ټاکنو دغه دوره، چې د روحانيونو د شېر له پلوه بې ساري وه( له څلورو کسانو درې کسان) چې بيا تکرار هم نه شوه.

اتمه دوره : يو پنځمه

له پخواني دود سره سم، چې ولسمشر دويم ځلې هم ټاکل کېده، ښاغلي خاتمي هم د اکثريت رايو په تر لاسه کولو خپله دويمه دوره پيل کړه. له لومړۍ دورې وروسته د کانديدانو د شمېر له پلوه، له لسو کانديدانو سره دا دوره بې ساري وه. له دې لسو کسانو څخه له ښاغلي خاتمي پرته يوازې علي فلاحيان روحاني شخصيت بلل کېده او په دې توګه د روحانيونو د شمېر له پلوه تر ټولو ټيټ پوړ ته ورسېده.

نهمه دوره: يو څلورمه

وروستى ځل چې دوه روحاني کسان د ټاکنو لپاره کانديدان وو، نهمه دوره وه. د دوو روحاني شخصيتونو( هاشمي رفسنجاني او مهدي کروبي) تر څنګ شپږ غير روحاني شخصيتونه هم کانديدان وو، چې وړتيا يې تاييد شوه. دې دوره کې لومړى ځل ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې او يو روحاني اکبر هاشمي رفسنجاني د يوه غير روحاني محمود احمدي نژاد په وړاندې ودرېد.

دغه سيالي د احمدي نژاد په بريا پاى ته ورسېدې، چې په دې توګه له ٢٤ کلونو وروسته لومړى ځل يې د يوه غير روحاني کس په توګه د اجراييه قوې واګې په لاس کې ونيوې او دغسې د ايران د اسلامي جمهوريت په تاريخ کې لومړى ځل و، چې له دريو قوو نه د دوو هغو واک د غير روحاينونو لاس ته ورغي.

لسمه دوره. يو څلورمه

مهدي کروبي چې دويم ځلې د ولسمشرۍ لپاره کانديد و، دا ځل د نورو دريو غير روحاني شخصيتونو ترڅنګ سيالي ته ودرېد. د دې ټاکنو پايلې د سړکونو پر سر له سختو احتجاجونو سره ملې وې، خو بيا هم د تېرو هغو په څېر وې او د غير روحانيونو واک په کې ادامه وموندله.

يوولسمه دوره يو اتمه

ايا د ايران د ستونزو کيلې د يوه مذهبي شخص لاس کې ده؟

د هغو کسانو ډېر شمېر چې غوښتل يي د ولسمشرۍ مقام لپاره کانديد شي، روحانيون وو. علي فلاحيان چې په اتمه دوره کې يې وړتيا تاييد شوې وه، د محمدباقر خرازي تر څنګ له هغو روحانيونو څخه و، چې وړتيا يې تاييد نه شوه.

خو د کانديد کېدو له داوطلبانو څخه چې څارونکې شورا د کانديد کېدو حق ورڅخه واخيست، هاشمي رفسنجاني و، چې له ډېرو مهمو او نفوذ درلودونکو ايراني سياستوالو څخه يو دى، چې ويل کېږي، ښايي د وړتيا د رد وجه يې د عمر زياتوالى وي.

په پاى کې څارونکې شورا يوازې اته کسان وړ وبلل چې د ولسمشرۍ مقام ته کانديد شي، دې څخه يوازې حسن روحاني معمم دى. په تېرو دېرشو کلونو کې دا لومړى ځل دي، چې د غير روحانيونو په وړاندې د مذهبي شخصيتونو شمېر دې کچې ته رسېدلى دى.

د تېرو ٨ – ٩ کلونو په موده کې له دريو قوو نه پر دوو اجرايه او مقنينه د غير روحانيونو مشرتابه ته په کتو او دغه راز د وروستيو کلونو په اوږدو کې – د ايراني انقلاب د لومړيو کلونو پرتله چې ډېر لوړ پوړي اجرايوي مقامونه له دوى سره و، په اجراييه لوړ پوړو منصبونو د روحانيونو کم رنګ حضور ته په کتو سره داسې معلوميږي- ښايي روحانيون ژر و نه توانېږي، د تېرو ٢٤ کلونو په څېر، بيا د درې سره قوو مشرتوب په غاړه واخلي.

له قضاييه قوې پرته چې اصلي شرط يې د اجتهاد درجه درلودل دي، د دوو نورو قوو د مشرتابه پر وړاندې يوازينى محدوديت غير ن‌ظامي کېدل دي. که څه هم اوسمهال د دوو قوو اجراييه او مقننه مشران په پوځ کې د پخواني غړيتوپ څښتنان دي. دغه راز د کانديدانو له اوسنيو اتو کسانو څخه هم درې کسان (محمد غرضي، محسن رضایي او محمدباقر قالیباف) په تېر کې په پوځ کې د منصب څښتنان وو.

ورته مطالب