عراق: تشدد پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Image caption د چارواکو په وینا د دوشنبې په ورځ شیعه مېشتې سیمې شط الجدید کې دوه موټر بم چاودنې او یو ځانمرګی برید وشول.

عراق کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمالي او مرکزي سیمو کې د بمي چاودونو او بریدونو له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا د دوشنبې په ورځ شیعه مېشتې سیمې شط الجدید کې دوه موټر بم چاودنې او یو ځانمرګی برید وشول، چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ووژل شول او تر۵۰ ډېر ټپیان شول.

له دې وروسته د سنیانو اکثریتي ښار موصل کې امنیتي پوستو ته څېرمه موټر بم چاودنې وشوې، چې په کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول.

کرکوک، تاجي او تکریت کې هم ورته بریدونو کې لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله واوښته. عراق کې د تشدد نوې څپه لیدل کېږي، چې فرقه ییز تاوتریخوالی په کې څرګند دی.

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې له ۲۰۰۸ راهیسې، تېره میاشت د تشدد له کبله تر ټولو خونړۍ وه، چې ټول عراق کې ټولټال ۱۰۴۵ کسه امنیتي او ولسي کسان ووژل شول.

شط الجدید کې چاودنې سبزي منډیۍ کې وشوې، چې د دیاله ایالت مرکزي ښار بعقوبه په څنډو کې موقعیت لري.

یوه ځايي پالیزوان حسن هادي رویټرز خبري اژانس ته ویلي" هندواڼې مې خرڅولې، چې د بازار خولې کې مې د چاودنې غږ واورېد، په دوړو او لوخړو کې له هغه ځایه وتښتېدم، چې دویمې چاودنې سیمه په دوزخ بدله کړه"

دغه سیمه کې دا وروستیو کې پرله پسې بریدونه شوي.

د جمعې په ورځ د دیاله په مقدادیه سیمه کې یوه ځانمرګي برید ګر په حمله کې ۱۰ ایراني زیارت کونکي ووژل.د دوشنبې په ورځ د بغداد شمال ته تاجي سیمې د کبانو د پلور په یوه بازار کې موټر بم چاودنه وشوه، چې ۷ کسان په کې ووژل شول.

له دې لږ وروسته موصل کې پر عراقي پولیسو او پوځیانو بریدونه وشول، چې ۲۴ کسان په کې ووژل شول. د روغتیايي کارکونکو په وینا ډېر په نښه شوي کسان د امنیتي ځواکونو اړوند دي. له دې بریدونو وروسته موصل کې ګرځبندیز اعلان شوی. تر اوسه هېڅ ډلې د دوشنبې د ورځې بریدونو پړه نه ده منلې.

ورته مطالب