ترکیې کې پولیس تاکسیم څلور لارې ته ننوتل

Image caption یو شمېر مظاهرینو پر پولیسو ځوابي برید وکړ، د ډبرو او اورینو ګولو ګوزارونه یې پرې وکړل.

د ترکيې استانبول ښار کې اړودوړ ضد پولیس تاکسیم څلور لارې ته ورغلي، چې له دوو اونیو راهیسې، مظاهرو کوونکي په کې راټول شوي او حکومت ضد احتجاج کوي.

پولیسو اوښکي بهوونکی ګاز کارولی او د ربړینو مرمیو ګوزارونه یې کړي، چې له کبله یې یو شمېر احتجاج کونکي دغه ځای ته څېرمه غازي پارک ته وتښتېدل، چې هلته له مخکې یو شمېر نورو مظاهرینو کېږدۍ درولې دي.

یو شمېر مظاهرینو پر پولیسو ځوابي برید وکړ، د ډبرو او اورینو ګولو ګوزارونه یې پرې وکړل. حکومت ضد مظاهرې هغه مهال پیل شوې، چې امنیتي ځواکونو یوه پارک کې پولیسو د مظاهره کونکو مخه ونیوله.

له هغه وروسته د مظاهرو لړۍ پراخه شوه.

مظاهره کوونکي پر اردوغان حکومت تور پورې کوي، چې غواړي زورواکي واکمنه کړي او ترکيې غوندې سیکولر هېواد کې اسلامي قانون پلي کړي.

تاکسیم څلور لارې ته د پولیسو له ورتګه مخکې د چهارشنبې په ورځ د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردغان ویلي و، چې چمتو دی، له مظاهره کونکو سره خبرې وکړي.

د لومړي وزیر مرستیال بلند ارنج ویلي و، هغه چمتو دی، چې له مظاهره کونکو سره وویني. د ارنج په وینا:

"لومړي وزیر د مظاهرو له ترتیب کونکو یو شمېر سازمانونو له استازو سره د لیدو لپاره وخت ورکړی، لومړی وزیر به د هغوی په غوښتنه د چهارشنبې په ورځ له هغوی سره وویني او له نورو سره به وروسته وویني."

تاکسیم څلور لارې ته ننوتونکو پولیسو هېلمیټونه پرسر کړي وو او د زرهپوش ګاډو ملاتړ ورسره و.

دوی هغه خنډونه لرې کړل، چې مظاهره کونکو ایښي وو او څلور لارې ته ننوتل.

پولیسو څلور لارې ته څېرمه یوې ودانۍ نه د مظاهره کوونکو د شعارونو بنرونه هم کوز کړل. بل لور ته د استانبول ګورنر(والي) حسین اوني متلو ویلي، چې پولیس نه غواړي د غازي پارک مظاهرې مخه ونیسي. نوموړي په ټویټر پیغام کې لیکلي:

"زموږ هدف له اتاترک مجسمې او اتاترک کلتوري مرکزه د انځورونو او نښانونو لرې کول دی. له دې پرته بل هېڅ هدف نه لرو، له غازي پارک او تاکسیم څلور لارې سره کار نه لرو."

پولیس هم له لاوډسپیکر څخه همداسې یو پیغام خپور کړ، خو په تاکسیم څلور لارې کې موجود مظاهره کونکي بارو پرې نه کوي.

Image caption حکومت ضد مظاهرې هغه مهال پیل شوې، چې امنیتي ځواکونو یوه پارک کې پولیسو د مظاهره کونکو مخه ونیوله.

د بي بي سي خبریال مارک لوون هم تاکسیم څلور لارې کې موجود دی، د نوموړي په وینا په شعوري توګه به له زوره کار اخیستل د چهارشنبې د ورځې خبرې له ځنډ سره مخامخ کړي.

د مظاهرو ۱۲ ورځې کېږي، خو اوس هم د تاکسیم څلور لارې ډېره برخه د مظاهره کونکو په واک کې ده. د اړودوړ دغه لړۍ هغه مهال پیل شوه، چې د ترکیې حکومت د تاکسیم څلور لارې په یوه برخه کې ودانیز کار پیل کړ، خو کله چې د دې کار مخالفانو احتجاج وکړ، پولیسو یې د مخنیوي لپاره له زوره کار واخیست.

د احتجاج له پیله تر اوسه دې مظاهرو کې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او ۳ کسان وژل شوي دي.