ایران کې ټاکنیز کمپاین پای ته ورسېد

Image caption نګهبان شورا له سلګونو نوماندانو نه اته تنه د کاندیديدا لپاره وړ بللي و خو تېره ورځ محمد رضا عارف او حداد عادل د خپلې کاندیدا تېر شول

ایران کې د پنجشنبې (د جون ۱۳مه) د سهار په اتو بجو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو کمپاین پای ته ورسید.

دا په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ١١ مې ټاکنې دي.

د ايران د ولسمشریزو ټاکنو د قانون د ۶۶ مادې له مخې کاندیدان او ملاتړي یې اړ دي چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د رايې د مرکزونو له پرانستلو ۲۴ ساعته مخکې خپلې ټولې منډې ترړې پای ته ورسوي.

د دې قانون له مخې په ایران کې رسنۍ هم اړې دي چې د ټاکنو په اړه له هر ډول خپرونو پرهېز وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو په دې یوولسمه دوره کې د نګهبان شورا (ساتندویانو شورا) له سلګونو نوماندانو نه اته تنه د کاندیديدا لپاره وړ بللي و خو تېره ورځ محمد رضا عارف او حداد عادل د خپلې کاندیدا تېر شول.

په دغو اتو کاندیدانو کې پنځه یې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د محافظه کارانو له نژدې کسانو دي، خو هېڅ اصلاح غوښتونکی په کې نه شته.

ایرانیان به سبا (د جون په ۱۴مه) د رایو مرکزونو ته ځي چې د دغو شپږو کاندیدانو نه د محمد احمدي نژاد ځای ناستی غوره کړي. د رایو د مرکزونو تر تړلو یعنې د جمعې د ماښام تر لسو بجو پورې کمپاين ته اجازه نشته.

که ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې نو بیا تبلیغات او کمپاین د لومړي پړاو د پایلو تراعلان وروسته پيلږي.

په ۲۰۰۹ کال کې د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې تر اتیا سلنې ډېرو رای اچوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې.

د پایلو په تعقیب په دې هېواد کې د رایو او د درغلیو د ادعاوو له کبله مظاهرې پر تاوتریخوالي واوښتې چې سلګونه زره کسان د حکومت له لوري ونیول شول او ګڼ نور ووژل شول.

څلور کاله وروسته لاهم د تېرو ټاکنو دوه کاندیدان په کورونو کې نظر بند دي، سلګونه سیاسي فعالین لاهم په زندانونو کې دي او ګڼ هغه تورن د محاکمې په انتظار دي چې پر مظاهره کوونکو یې د خپلو ټوپکو خولې ور اړولې او وژلي یې وو. دغه کړنو او پېښو د ایران دولسمشریزو ټاکنو په تړاو نهيلۍ ډيرې کړې دي.

د دې تر څنګ ايران کلونه کېږي چې د لوېديځ له اقتصادي بنديزونو سره مخامخ دى، خو وروسته له هغه چې ولسمشر احمدي نژاد د خپل هېواد اتومي پروګرام بيا پيل کړ، نړيوالې ټولنې بندېزونه لا ډېر کړل، او له ۲۰۰۶ کال راهيسې يې هرکال د بنديزونو نوې کړۍ ترې راتاو کړې ده چې له امله یې ایرانیان گڼې ستونزې گالي.

دغو ستونزو ته په کتو څېړونکي وايي چې ایران په خپل تاریخ کې د تر ټولو ډېرو بحراني ټاکنو له کېدو سره مخامخ دی او ښایي چې دومره ایرانیان به رایې اچونې ته زړه ښه نه کړي خود چارشنبه په ورځ ( د جون ۱۲مه) د ایران مذهبي مشر ایت اله خامنه ی حتی د رژيم له مخالفانو هم وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ورته مطالب