" سوریې کې لږ تر لږه ۹۳ زره کسان وژل شوي "

Image caption د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادرې له رپوټ سره سم ډېرې وژنې د دمشق په څنډو، حمص او حلب ښارونو کې شوې دی.

ملګري ملتونه وايي، سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۳ زره کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د وژل شویو کسانو دا شمېر له هغې شمېرې، چې په جنورۍ میاشت کې خپره شوې وه ۳۰ زره زیاتوالی ښيي.

دا شمېره ښيي چې په اوسط ډول هره میاشت سوریه کې لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د وژل شویو شمېر له دې زیات دی ، ځکه چې د ډېرو وژنو په باب راپور نه ورکول کېږی.

دا شمېر ښیي چې د وژل شویو کسانو ۸۰ سلنه نارینه دي خو له ۱۷۰۰ زیات له لسو کلونو د ټیټ عمر ماشومان هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرې ناوې پیلې دا شمېره ټکان ورکوونکې وبلله.

د ملګرو ملتونو په یوه بل رپوټ کې ویل شوي چې د سوریې په دوه کلنه جګړه کې تر اوسه زرګونه ماشومان وژل شوي دي.

په ( ماشومان او وسله والې جګړې) نومي رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو په خپل منځې جګړو کې ماشومان هم په نښه شوي دي.

رپوټ کې د وژل شویو ماشومانو شمېر ( د نه زغملو وړ ) بلل شوی او زیاته شوې، چې حکومتي ځواکونه او یاغیان ماشومان د ځانمرګو بریدګرو او بشري ډال په توګه کاروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادرې له رپوټ سره سم ډېرې وژنې د دمشق په څنډو، حمص او حلب ښارونو کې شوې دی.

دغه سازمان د وژل شویو کسانو د شمېر له نور زیاتوالي مخکې د سملاسي جګړې ختمولو غوښتنه کړې.

د ناوې پیلې په وینا نفوذ درلودونکي هېوادونه په شریکه د دې شخړې د ختمولو لپاره ډېر څه کولای شي او د ډېرو خلکو ژوند ژغورلای شي. د نوموړې په وینا دې شخړه کې تر ټولو ډېر زیان ملکي کسانو ته اوړي.

ورته مطالب