د پارک په باب ټولپوښتنې ته د ترک چارواکو چمتووالی

Image caption د چهار شنبې په ورځ د ترکیې رسنیو ویلي وو، چې لومړي وزیر اردغان د کورنیو چارو وزیر ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې مظاهره کوونکي له پاکه وشړي او مظاهرې پای ته ورسوي.

ترکیې کې د واکمن ګوند مرستیال مشر او ویندوی، حسین سالک وايي، استانبول کې د ناندریز غازي پارک د بیارغونې پر مسالې ښايي ټولپوښتنه وشي.

ښاغلي سالک هیله مندي وښوده، چې ( ښه نیت د دې اقدام) په نتیجه کې به تاکسیم څلور لارې کې دېره خلک خواره شي، خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې که څوک غواړي، چې اړودوړ رامنځ ته کړي او پارک کې پاتې شي، نو د ده په وینا له پولیسو سره به مخامخ شي.

د استانبول په تاکسیم څلور لارې کې د تېرې میاشتې په ۳۱ مه مظاهرې پیل شوې، چې وروسته نورو ښارونو ته هم د احتجاج دغه لړۍ خپره شوه.

حسین سالک د چهار شنبې په شپه له خپلو څو کسه پلویانو سره تاکسیم څلور لارې ته ورغی او له هلته دېره مظاهره کوونکو یې وغوښتل، چې له پارکه ووځي.

نوموړي وویل:

"زه هغو کسانو ته وایم، چې حالاتو کابو ساتلو او د خپل خیال د اظهار لپاره هلته راټول شوي، اوس موږ پرېکړه کړې، چې ټولپوښتنه وکړو او دغه موضوع اړوند ادارو ته ولېږدوو."

هغه زیاته کړه:

"خو تاسې باید غازي پارک ژر تر ژره خوشی کړی، د دې لپاره، چې که څوک غواړي دغه پارک ته لاړ شي، نو ازادانه ورشي، زه فکرکوم د ښه نیت له دې اقدامه وروسته به خلک خپلو کورونو ته د ستنېدو پرېکړه وکړي."

د واکمن ګوند له دې اعلانه وروسته زرګونه احتجاج کوونکي بیا په تاکسیم څلور لارې کې یو ځای شوي دي.

پولیسو د سې شنبې په ورځ د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره مظاهره کوونکی له دغه ځایه شړلي وو. مظاهره کونکو پر لومړي وزیر رجب طیب اردغان تور پورې کړی و، چې غواړي په سیکولر ترکیې کې اسلامي قوانین پلي کړي.

د ټولپوښتنې تازه وړاندیز د لومړي وزیر او مظاهره کوونکو تر منځ د خبرو له لارې د تاو تریخوالي کمولو وسیله بلل کېږي.

استانبول کې د بي بي سي خبریال جیمز رینلډز وايي د حسین سالک خبرې، جوتوي، چې واکمن ګوند د پارک د راتلونکې په اړه خلکو ته د پرېکړې کولو واک ورکولو پر سر خبرو ته چمتو دی.

ټولیزو رسنیو کې د حکومت د دې وړاندیز په اړه ضد او نقیض نظرونه څرګند شوي دي، که یوه لور ته ځینو کسانو د دې اقدام هرکلی کړی، نو بل لور ته یو شمېر کسان د چارواکو په باب بې باوري څرګندوي.

د چهار شنبې په ورځ د ترکیې رسنیو ویلي وو، چې لومړي وزیر اردغان د کورنیو چارو وزیر ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې مظاهره کوونکي له پاکه وشړي او مظاهرې پای ته ورسوي.

بل لور ته د ترکیې د مخالفو ګوندونو ۲۰ استازي په غازي پارک کې یو ځای شوي، چې د پولیسو د مداخلې مخه ونیوله شي.

ورته مطالب