د ایران ولسمشرۍ او شوراګانو ته رای اچونه دوام لري

Image caption خامنه اي ایرانیانو ته وویل چې ''د ټاکنو په اړه د هېواد د دښمنانو خبرې بې باکه وبولئ''.

په ایران کې د ولسمشرۍ لپاره رای اچونه په رسمي توګه د جمعې په ورځ (جون ۱۴/غبرګولي ۲۴) پیل شوې ده.

دا ټاکنې د ښاري او کلیوالو شوراګانو له ټاکنو سره هم مهاله پیل شوې دي.

دا په ایران کې د ولسمشرۍ یوولسمې ټاکنې دي.

د ایران خبري رسنۍ وايي، د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي خپله رایه ورکړه.

ولسمشریزو ټاکنو ته شپږ کسان ولاړ دي.

د رای اچوونو مرکزونه د ایران پروخت سهار اته بجې پرانیستل شول، چې د لسو ساعتونو لپاره به رای اچونه دوام کوي.

د ایران د قانون له مخې، د اړتیا په صورت کې د رای اچونې وخت اوږدېدلی شي.

له ایرانه رپوټونه وايي، د ټاکنو لپاره ۶۰ زره مرکزونه جوړ شوي دي.

له هېواده بهر کې د رای اچولو لپاره ۲۹۰ مرکزونه جوړ شوي.

په دغو ټاکنو کې نژدې ۶۰ میلیون هغه ایرانیان چې د رای اچولو حق لري، خپله رایه ورکولی شي.

Image caption هاشمي رفسنجاني وویل ''دعا کوم چې نن زموږ د هېواد، خلکو او انقلاب ښه برخلیک وټاکل شي''.

په ایران کې د رایو اچولو بهیر پیل شوی چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد د اته کلنې دورې وروسته ددغه هیواد مشر وټاکي.

د څلور کاله وړاندي ټاکنو پایلې لانجمنې وي او پراخ اعتراضونه یې راوپارول.

محافظه کاران

په نننیو ټاکنو کې ټول شپږ نوماندان محافظه کاران ګڼل کیږي.

په دوی کې د ایران د اټومي انرژۍ مشر مرکچي سعید جلیلي، او د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف هم شامل دي، خو د بي بي سي یو خبریال وایي، یو بل نوماند حسن روحاني د رسنیو د لا ډیرې ازادۍ په غوښتلو سره د اصلاح غوښتونکو پام ځانته اړولی دی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د رایې ورکولو پرمهال پر ایرانیانو غږ وکړ چې ټاکنو کې ګډون وکړي او وویل چې د ایران راتلونکی برخلیک د رای اچولو مرکزونو کې ستاسې پر پراخه ګډون کولو پورې تړلی دی.

هغه وویل چې "د ټاکنو پروړاندې دښمنان او مخالفان منفي تبلیغات کوي او وايي که خلک ټاکنو کې ګډون ونه کړي، دغه ټاکنې به ناقانونه وي".

ځینو نړیوالو بنسټونواو بهرنیو چارواکو هم نیوکه لرله، چې ایراني رای ورکوونکي یوازې هغو کسانو ته د رای ورکولو حق لري، چې د شوریا نګهبان (ساتونکو شورا) له خوا یې کاندیداتوري منل شوې ده چې دا پخپله یو نادیموکراتیک عمل دی.

Image caption روحاني د رسمي پایلو تر اعلانېدا مخکې د خپلې بریا په اړه ادعا بې بنسټه وبلله.

دوی د ټاکنو په لړ کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو د ایراني چارواکو له لوري د محدودیت پر لګولو هم نیوکه کړې ده.

خامنه اي وویل "دښمنان هڅه کوي چې خلک د رای صندوقونو ته له ورتګه منع کړي، د ایران خلک د دښمنانو خبرې نه اوري او پخپله پوهېږي، چې څه وکړي او څه ونه کړي، چې د هېواد ګټه هم په دې کې ده".

د جمعې په ورځ ولسمشریزې ټاکنې د ښارونو او کلیو د شوراګانو له ټاکنو سره هم مهاله شوې دي.

د ټولو چارواکو ګډون

تېر ماښام او له رای اچولو مخکې، د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد خپل ولس ته په وینا کې د ټاکنو په اړه وویل چې: "د غبرګولي ۲۴ د یوه نوي پړاو پیل دی او زه پر تاسې پوره باور لرم چې تاسې خپله هوښیار خلک یاست او خپله پرېکړه د هوښیارۍ پربنسټ کوي".

احمدي نژاد ویلي وو چې په ښکاره د هېڅ کوم یوه کاندید ملاتړ نه کوي، خو شورای نګهبان د احمدي نژاد نژدې کس او ټاکنو ته ولاړ اسفندیار رحیم مشايي رد کړ او ټاکنو کې یې اتو پاتې کاندیدانو ته اجازه ورکړه.

همدارنګه، د ایران مخکنی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني او د نظام د مصلحت د شورا مشر له خپلې ښځې عفت مرعشي او لوری فاطمې هاشمي سره یوځای رایې ورکړې.

Image caption رای اچونه به ۱۰ ساعته دوام کوي، خو د اړتیا په وخت کې غځېدلی هم شي.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو هم خپل رایې ورکړې.

د ایسنا د راپور له مخې، حسن روحاني د خپلې رایې ورکولو پرمهال د ایران له ملي رادیو تلوېزیون د هغه د ټاکنیزو خبرونو په اړه د تلوېزیون پر کارکوونکو نیوکه وکړه او وویل چې تېره ورځ د ټاکنیز کمپاین پرمهال "ځینو بد اخلاقو ډېره بد اخلاقي وکړه او ناروا تورونه یې پورې کړل، دا چې د تبلیغاتو وخت نه و، هېڅ ځواب مې ورنه کړای شوای".

ښاغلي روحاني د غبرګولي ۲۵ مه د بریا ورځ بللې وه، چې په وینا یې داسې بریا نه چې دی په کې واک ته ورسېږي، بلکې د "ایران د ولس بریا" ده.

خو پر ښاغلي روحاني ځینو دولتي چارواکو نیوکې وکړې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو مخکې د ټاکنو د پایلو په اړه نظر ویل ناسم کار دی.

ورته مطالب