اردوغان د پارک له مظاهره کوونکو سره وکتل

Image caption وړاندې صدراعظم رجب طیب اردوغان له مظاهره کوونکو غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې له پاک نه ووځي کنه نو د ده د حکومت حوصله ختمه شوې ده.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د حکومت ضد هغو مظاهره کوونکو له استازو سره ولیدل چې د استانبول په غازي پارک کې دېره دي او د پارک له بیا رغولو سره مخالفت لري.

د دوی احتجاج د دې لامل شو چې په ټولې ترکیې کې د حکومت ضد مظاهرې وشي.

د مظاهره کوونکو دوو استازو له څو تنو اکتورانو او هنرامندانو سره یوځای په انقره کې له صدراعظم سره په سیمه ییزو وخت د شپې په یولسو بجو ولیدل.

تر دې وړاندې صدراعظم رجب طیب اردوغان له مظاهره کوونکو غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې له پاک نه ووځي کنه نو د ده د حکومت حوصله ختمه شوې ده.

هغه یوې خبرې غونډې ته وویل چې پارک به ۲۴ ساعتونو کې له ګنده ګیو پاک کړای شي:

''ما خپل وزیر ته امر کړی و چې د کلتوري مرکز له ودانې نه دغه ګنده ګي په ۲۴ ساعتونو کې لېري کړي. د تاکسیم ډګر د خلکو دی، د استامبول د اوسیدونکی دی، موږ به دا غیرقانوني سازمانونو ته پرې نږدو، موږ له همدې ځایه هغوی ختموو''.

فعالان وايي دوی به تر هغه له پارکه ونه وځي چې حکومت د پارک د بیارغولو پلان لغوه کړی نه وي.

په همدې حال کې د ښاغلي اردوغان ګوند پر دې موضوع د ټول پوښتنې وړاندیز کړی دی. که څه هم دغه ټول پوښتنه له قانون سره سم نه ده خو ښاغلي اردغان ویلي چې پایلې ته به یې درناوی وکړي.

هاخوا یو شمېر مظاهره کوونکي وايي چې له ښاغلي اردغان سره چې چا خبرې کړي دي د دوی استازیتوب نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ شخړې روانې دی.

ورته مطالب