رابرټ مردک ولې ښځه طلاقه کړه؟

مردک او دینګ
Image caption دینګ له مردک ډېره کشره ده.

د "رسنیو امپراتور" په نامه مشهور رابرټ مردک له خپلې ښځې وینډي ډینګ جلا شوی، ځکه چې د ویاند په خبره یې "ګډ ژوند مې هومره خراب شوی، چې بیارغول یې ناممکن دي".

د رابرټ مردک ویاند ویلي، نوموړي محکمې له خپلې ښځې وینډي دینګ د جلا کېدو اسناد وړاندې کړي دي.

د نیوز ګروپ بنسټګر او مشر نیویارک کې د سترې محکمې حضور ته خپل اسناد اېښي دي.

مردک له وینډي سره په ۱۹۹۹ کال نیویارک کې واده وکړ، چې اوس د ګریس او کلویه په نومونو دوې لوڼې لري.

په ۲۰۱۱ کال دینګ هغه مهال، چې پر مردک سختې نیوکې وشوې، دې له خپل میړه ډېره دفاع وکړه، همدا وو چې د برتانیا پارلمان ته وغوښتل شو.

۸۲ کلن مردک په لومړي ځل ۱۹۹۷ کال د هانګ کانګ په کوکتیل مراسمو کې له دینګ سره وکتل، بیا دوه کاله وروسته یې واده ورسره وکړ.

نوموړي مخکې هم یوه ښځه درلوده.

دینګ چین کې زیږدلې ده.

دینګ له مردک ډېره کشره ده.

فوربس د مردک شتمني نژدې ۹.۴ میلیارد ډالر اټکل کړې ده.

د مردک ویاند سټیفن روبنشټاین فرانس پرېس خبری اژانس ته ویلي چې "رابرټ نیویارک کې سترې محکمې ته له خپلې ښځې د طلاق دوسیه وړاندې کړې ده".

د بي بي سي خبریال رابرټ بیسټن وايي، مردک او دینګ تر واده کولو مخکې دا پرېکړه کړې وه، چې د طلاق اخیستو په صورت کې به شتمني سره وېشي، همدارنګه خپلو دوو لوڼو ته به هم یوه برخه ورکوي.

بي بي سي کې د اقتصادي چارو ایډیټر باور کوي، غوره به نه وي چې دغه طلاق به پر رسنیو د مردک د امپراتورۍ لاسبري راټيټه کړي.

په استرالیا کې زیږېدلی مردک، چې د امریکا تابعیت هم لري، خپلې مخکنۍ طلاقې کړې ښځې ته ۱.۷ میلیارد ډالر ورکړي وو.

دینګ په ۱۹۶۸ کال د چین په ختيځ جوزو ښار د یوه شرکت مدیر په کور کې زیږېدلې بیا په نولس کلنۍ کې امریکا ته کډواله شوې ده.

دینګ په ۱۹۹۶ کال له ییل پوهنتون تر فارغېدا مخکې د کلیفورنیا چینايي هوټل کې مستخدمه وه.

نوموړې د سټار په نامه تلوېزیون کې هم کار کړی، چې هانګ کانګ کې د نیوز ګروپ خبري تلوېزیون یوه برخه ده.

دواړو دوې ورځې وروسته تر هغو چې د نیوز ګروپ شرکت دوې برخې شو، د طلاق پرېکړه کړې ده، یوه برخه یې د خپرونو او بله یې د ساتېرۍ شوه، خو مردک د دواړو هغو مشر دی.

د مردک خبري امپراتورۍ کې وال سټریټ ژورنال، فوکس، سکای او د شلمې پېړۍ د فوکس سینمايي سټوډیوګانې شاملې دي.

له دوو کلونو راهیسې برتانیا کې د مردک خبریالي چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخې شوې، چې مردک یې د "نیوز اف ده ورلډ" ورځپاڼې بندولو ته اړ کړ.